د غبرګولي ٢٤ – مه د احمدظاهر ٣١ تلين دئ

65 | جون 14th, 2010


دغبرګولې څلرويشتمه داحمدظاهردمړيني يوديرشم تلين سره سمون خوري . د افغانستان د دري او پښتو ژبي مشهور سندرغړى احمدظاهر په ١٣٢٥ هجري لمريزکال کې له نن څخه ٦٤ کاله مخکې دوخت دلومړي وزيرډاکټرظاهرپه کورنۍ کې په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانستي وي اوپه ١٣٥٨کال دغبرګولې د مياشتې په ٢٤ نيټه په سالنګ کې ديوې ترافيکي پيښې له امله له دې نړۍ سترګې پټي کړي . احمدظاهر څه دپاسه څلور سوه سندرې ويلي چې تر اوسه په هيواد او ګاونډيو هيوادونو، پاکستان، اېران او تاجکستان کې خورا ډېر اوريدونکې لري . نوموړي پر دري او پښتو سربېره په هندي او انګليسي ژبو هم څو سندرې ويلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024