خلک دويري له امله دافغانيوپرځاى بهرني پيسې کاروي

65 | جون 14th, 2010


دافغانيو پيسودکارولو لپاره دافغانستان بانک دهڅوسره سره اوس هم دهيواد په ځينو ولايتونو اوپه ځانکړې توګه په سرحدي ولايتونوکې دبهرنيوپيسوچلندډيرترسترګو کيږي .
دسوداګرۍ اوصنايعو خونه وايي چې دسرحدي ولايتونو اوسيدونکې دافغانيوپيسو دلوړيدو له ويرې په خپله راکړه ورکړه کې له بهرنيو پيسو په ځانګړې توګه له پاکستانيوکلدارو څخه کاراخلي .
خويوشميرهغه خلک چې په پاکستانۍ کلدار ډيرى راکړه ورکړه کوي وايي چې په داسې حال کې چې دافغانيو بيغه لوړه ده خوپه بازارونوکې هرڅه په افغانۍ اوپه کلدار په يو برابر پلورل کيږي .
ديادونې وړده دافغانستان بانک په اونۍ کې دلس ميلونوډالرو په پلورلوسره دافغانۍ بيغه ثابته ساتي په يوشمير رسنيوکې دافغانيو درواجولو په خاطريولړ اعلانات خپروي

Copyright Larawbar 2007-2024