کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دکرزي حکومت ددوستم د محاکمې جرئت نه لري

دکرزي حکومت ددوستم د محاکمې جرئت نه لري

دسلواغې ١٨مه  ۱۳۸۶


دولسمشر حامد کرزي حکومت دازبک مليشودمشرجګړه مار اودټلوالي دځاي ناستي (متحدي جبهي ) غړي  جنرال دوستم د محاکمې ته زړه نه نازړه ښکاري . 


که اصولو ته پام وکړل شي نوقانون ديو هيواد ټولو وګړو لپاره وي او بايد پر ټولوپلي شي ، که هغه عام وګړى وي يا دولتي چارواکى اوياهم دې ته ورته جګړه مار وي .


د جنبش د ډ لې مشر او د متحدې جبهې غړى دوستم په ډيره بيشرمانه ډول دشپي په يوه بجه د خپل سياسي حريف  دترتکبارانو دشورا مشر حاجي اکبرباي پرکور يرغل وکړ اودهغه پرکور يي حمله وکړه اودهغه دکوردښځينه اونارينه وودغړو په ګډون يي ووهل اوبل آخره هغه يي دڅو ساعتونولپاره يرغمل کړ .


اوس که چيري امنيتي ځواکونه ډار شوي نه واي نو په کلکه به يي دوستم بي وسلي کړي واي اوهغه به يې دقانون سره سم لاس تړلى نظارتخاني ته اچولي وو . 


ولي پوليسو داسي ونه کړل، پوليسو يوازې ددوستم له شخصي زندان څخه چي دوزير اکبرخاني ميني اړوند ، او په خپل کور کي به يي خداي خبر له اکبر باي پرته څومره کسان بندي کړي وي . 


پوليسو يوازې اکبرباي راخوشي کړ او ددوستم موټر چلوونکي سره له لکسيز موټر اودوه باډيګارډانو سر ونيول اونظارتخانې ته يي واچول .


دکابل دامنيه قومندان جنرال سالم احساس که څه هم رسنيو ته په مرکه کي ويلي وو چې دوستم نشه کړې وه اودکور بام ته پورته شوي وو اوکاملا دنشه په حا ل کې وو .


خو هيچاپري غوږ ونه ګراوه اوکاشکي داسي يو ولسمشر افغانانودرلوداي چې ددوستم دحملي څخه خبر شوي واي په هماغه شيبه دهغه دبندي کيدواودمحاکمه کيدو امر کړي واي .


خو داسي ونه شول .


ددې ترڅنګ لوي څارنوال عبدالجبار ثابت هم داکبر باي پر کورددوستم حمله يوه نه بښوونکي حمله وبلله او وي ويل چې دوستم بايد دهمدې جرم له مخي محکمي ته کش کړل شي . 


خوڅو ورځي تيرې شوي  ولسمشر کررزي اوددولت نورو چاروکيو کوم غبرګون نه دي ښودلى .



ددي ترڅنګ دشمالي ټلوالي ځاي ناستي (دپرديوګټوته متحدي جبهي ) چې اوس پخواني کمونستان هم په کي ورګډ شوي دي وايي چې ددوستم پروړاندې که دولت  کوم قدم راوړاندې شو نودجبهي لخوا به سخت غبرګون ښکاره کړل شي . 


ددوستم دګوند (جنبش ملي ) يوتن وياند خو داهم رسنيوته ويلي چې ددولت لخوا ددوستم دکور محاصره ددلت  لخوا دوستم ته يوه جوړه شوې توطيه وه .


هغه داهم ويلي وو چې که دولت ددستم په وړاندې کوم بل حرکت وکړي نو په يوشمير شمالي ولايتونو کي به اړدوړ رامنځ ته کړي .


دوستم اوټلوالي داسي فکر کوي چې شمال اوس هم ددوي شمال دي اودحامدې کرزي دحکومت اړوند سيمه يي نه بولي .


نه پوهيږ م دکرزي وياندويانو اوياهم نور چارواکيوددوستم اودهغه دملګرو په وړاندې داسې چوپه خوله نه واي پاتي يوازې دبلخ والي عطامحمد خان ددوستم په وړاندې لږ ځان وښوراوه خو په کار وه چې دشمالي ولايتونو ټولو واليانو په يوه خوله ددوستم دملګرو اودجبهي دغه څرګندونې ردکړې واي .


خوفکر کوم دوستم اوټلواله يي د شمالي ولايتونوپه واليانو  کي هم نفوس لري . 


دا په اصل کې د اکبرباي په کور حمله نه وه دا دکرزي دحکومت په وړانې دهمدې ټلوالي يو وارنينګ وو اودايي ورته په ډاګه کړه چي دوي اوس هم ددې توان لري چې په کابل کې چې په نوم دملي پوليس اوملي اردو اوهغه دتروريزم دختمه ولوو په نوم په سلګونو شين سترګي پوځيانو؟؟ دشتون سره سره دوي کولاي شي په کابل کې ديوچا په کور چاپه واچوي اوهغه سپک کړي . 


دوي دټلوالي او اوسنۍ جبهي غړو خو په خپل وخت کي داسي نظام درلود چې دکابل په هره څلور لارې کې به بيل بيل نظامونه وو اودکابل ښار يي په څو برخو ويشلى وو .


او س کرزي ته په کار دي چې په هر قيمت وي دوستم محاکمه کړي اودمحاکمي ميز ته يي راکش کړي اوکه غواړي دهمدې جنايتونومخه ونيسي نوترټولو ښه لار يي همداده چې شروع يي ددوستم نه کړي اودوستم اوس محاکمه کړي


يوازې دوستم نه بلکي ټول  جنايتکاران بايد محاکمه شي او ملت په همدې تمه دي چې دغه جنايتکاران به کله دمحاکمي ميز ته راکش کول کيږي .


ددې ترڅنګ په پارلمان کي ناست وکيلان چې دښو امتيازاتو دترلاسه کولو پرته يي ډير څه نه دي کړي هم چوپه خوله ناست دي ددوستم په وړاندې يي ځان داسي غلى نيولى چې ته به وايي پرې خبر هم نه دي .


داخو ټولو ته معلومه چې اوس په دې پارلمان کي چې پوره دپريکړو واک هم نه لري بياهم دټلوالي ترفشار لاندي دي اوهغه چې څه وغواړي دهماغه دخوښې پريکړي په کې کيږي اوکه کوم مستقل اودافغانستان ګټو ته وفادار وکيل پورته شي اويو وړانديزوکړي وايي هغه تکليف لري اويايي هم دبشر دوست په شان غوښتنو اونظرونوته درناوي نه کوي . 


په پاي کې وړانديز کوم چې هسي دي وخت نه تيروي همدايي وخت دي چې دوستم دمحاکمي ميز ته راکش کړي اودهمدې جنايتکارانو محاکمه له همدې ځايه پيل کړي . 


  هغه دپښتنو دپخواني متل په شان چې وايي  يوې خاته يي پاڼ اوبلې خاته پړانګ دي کرزي دداسې يو حال سره مخ دي