کور / تازه خبرونه / د ملي امنيت په رياست کي چاودنه وسوه

د ملي امنيت په رياست کي چاودنه وسوه

په هلمند كي دوې چاودني سوي چي په پايله يې درې تنه ټپيان سوي دي ، لوموړۍ چاودنه  د ماليګير په سيمه كي پر لاره د يو، ايس ،پي،آى  اكمالاتي شركت پر ساتونكو دځاى پر ځاى سوي ماين بلل سوې ده چي د ځايې چارواكو په وينا د نوموړي شركت دوه تنه ساتونكي ټپيان سوي دي .


دوهمه چاودنه  په ګرشك ولسوالۍ كي د ملي امنيت  د رياست په دفتر كي سوې ده چي د چارواكو په خبره هيڅ زيان يې نه دى اړولي .


د هلمند ولايت د مالګير د سيمي د ځايې كومكي پوليسو مشر حاجي عبدالقدوس د پنج شنبې په ورځ لر اوبر ويب پاڼي ته وويل چي تيره ورځ مازدېګر مهال  د يو ، ايس ، پي ، آى اكمالاتي شركت پر موټر يز كاروان چي نوموړي سيمي ته ورغلى وو د سړك پر غاړه ځاى پر ځاى سوى ماين و چاوديد چي په پايله كي يې درې تنه ساتونكي  ټپيان سول او موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ سو .


نوموړي زياته كړه چي  د ټپيانو روغتيايې حالت ډېر نازك وو او ددرملني په موخه لښكرګاه ته انتقال سول .


دوهمه چاودنه  د پنج شنبې په ورځ له غرمې مخكي د ګرشك ولسوالۍ د ملي امنيت په دفتر كي سوې ده، دنوموړي ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالمناف وايې چي پوليسو يو ماين له موندل كېدو څخه وروسته  راوړى وو چي چاودلى او زيان يې نه دى اړولى .


خو ځايې خلكو په ياده سوې چاودنه كي  د ملي امنيت د رياست ددرو تنو كاركوونكو د ټپي كېدو خبر رسنيو ته وركړى  دى .


د يادوني وړ ده چي دوې ورځي وړاندي هم ګرشك ته څېرمه د سنګين ولسوالۍ پر لاره د ولسي خلكو پر موټر  د سړك پر غاړه د ځاى پر ځاى سوى ماين د چاودني له امله پنځه تنه ووژل سول  چي يوه ښځه هم پكي شامله وه