کور / شعر / غزل

غزل

زه چې د جانان د نظر پرېوتم
مات لکه منګی په ګودر پرېوتم

وېدېشتم ټپي ټپي دې پرېښودم
زه لکه هوسۍ له سپين غر پرېوتم

اوس دې قدمونه لږ په ورو اخله
خاورې خاورې ګرد ستا په در پرېوتم

زه دې د سبا سبا په تمه يم
ډوبه شوم په خوب ماځيګر پرېوتم

څنګه به راټول کړم دا خپل مات زړګی
اوس خو د غمو په بيستر پرېوتم

ای پښتونزۍ دا وو د رقيب لمسون
زړه نه د اشنا چې بهر پرېوتم