کور / شعر / منزل

منزل

چې دا منم
چې شته دی
یکي یو دی
هم مالک دی
هم خالق دی
د دنیا او اسمانونو
د ژوندون پټو رازونو
د سرونو او د زړونو
نو بیا ولې؟
ما دا ژوند غټ پنډاخستې
په خپل سر دی
وړم یې خپله
ناخبره له منزله
غورزم پرزم
کړم بې لاري مزلونه
خورم په هر ځائې تیندکونه
ستړې ستړې لکه مړې
مخ مې زیړ سترګې مې خړې
خو قسم مې ورته کړې
چې دا سر که راله مات کړي
راته هر څه مې میرات کړي
بس چې وړم به یې پخپله
رسوم یې تر منزله
نه مې!
سوچ او نه مې فکر
اونه خیال راته دا وائي
چې دا پنډ دی چې په سر دی
دا راکوز که
لږ یې خلاص که
لږ یې اوګوره
په سترګو
دا زړګي چې ورکې څه دي؟
نه مې!
سوال کړې له ځانه
چې ای!
ګرانه هوښبارخانه
چې دا پنډ دی چې په سر دی
دا ته وړۍ شې؟
تر منزل یې رسوۍ شې؟
ته خبر یې لا منزله؟
ته یې پیژنې منزل
چې منزل څه دی؟
دا کوم ځائې دی؟
په کوم ځائې دی؟
او نه!
بل چا راته وئيلي
نه مُلا راته ښائیلي
چې دا پنډ دی چې په سر دی
دا له هر څه معتبر دی
دا له هر څه نه بهتر دی
دا راکوز که
دا راخلاص که
دا ټول علم و هنر دی
دا دی لار دا دی مزل دی
هم دا پنډ دی چې منزل دی