يادونه

36 | جون 14th, 2010


زړګۍ نادان می اوس دهغه بی وفا مينه کړی
چه یي په نيمه لار کی پريښود اوس هغه يادوي

کله به صبر شی او کله به تری حير شی هغه
ؤبی وفا خودا زړګۍ يي وفادار يادوي

جانان به هير کړم دنا دان زړګی بهر به يي کړم
خو ديار کلی او ګودر يي راته بيا يادوي

مينه به وکړی په دنيا کی يو داستا به پريږدی
داسی څوک نشته چه هغه کړه دی په ښو يادوي

ارمان،پښتون دي فيصله به لوی الله ته پريږدي
رقيبان پريږده خپل ياران می ګنګار يادوي

Copyright Larawbar 2007-2024