کور / شعر / چل مې زده کړ

چل مې زده کړ

د هېرولو چل مې ستا نه زده کړ
د تنها تللو چل مې ستا نه زده کړ

يو يو مې ټول کړل ستا يادونه ياره
دسوزولو چل مې ستا نه زده کړ

زړګی مې کلک سترګې مې سپينې کړلې
ازارولو چل مې ستا نه زده کړ

لکه ماشوم په ژړا زړه سپکوم
د صبرولو چل مې ستا نه زده کړ

زما خو ټيټ ول د حيا نه باڼه
پورته کتلو چل مې ستا نه زده کړ

زما په زړه کې به تر اوسه ته وې
خو د ويستلو چل مې ستا نه زده کړ

فدا بلبل غوندې خندا پېژنده
د ژړېدلو چل مې ستا نه زده کړ