کور / شعر / غزل

غزل

د ټول عمر به دي يار سم – صحبتونه دي خواږه کړه
چي مېن دي پر ګفتار سم – مجلسونه دي تازه کړه
کړه نقاب دمخه ليري خپل اصيل رنګ دي ښکاره کړه
تر دا حسن به دي جار سم _ حجابونه دي پاره کړه
ته خو ګل وې په بوستان کي اوس اغزو سره دي کار دئ
زه به ستا د غاړي هار سم – ته خارونه بېګانه کړه
چي په دام کي يې ګير سوی درقيب جوړي مېلي دي
که دي خیال چي ګنهګار سم – خنجرونه را تېره کړه
په سره ټکنده غرمه کي یم ولاړ د لمر وړانګو ته
لا تر څو په انتظار سم – توري زلفي دي سايه کړه

قول وکړه چي د ميني او دوستۍ به ګډ ژوندون وي
بس در ګډ به په بانډار سم – ته قو لونه خپل راسته کړه
ژیړ بلبل د ګلستان سه ياري پرېږده د کار ګانو
اورېدو ته به تيار سم – ته رېزونه مستانه کړه
داسي نه چي خيالوره په چالو مي زړه را مات کړې
زړه تورۍ څه به بېزار سم – فر ېبو نه پر ما مه کړه
که دي داسي يار په کار وي نو ملګرئ دي رحيم دي
مشرف چي په ديدار سم – محفلو نه ا ماده کړه