نيمروز:درې تنه دولت ته دهمکارۍ په تور وژل شوي
65
په نيمروز ولايت کې وسلوالوطالبانو درې تنه له دولت سره دهمکارۍ په تور وژلي دي .
دنوموړې ولايت امنيه قومندان ددې خبرپه منلوسره وايي دغه کسان هغه مهال چې کندهارڅخه دنيمروز په لورې روان وه د ديلارام ولسوالۍ په نالان سيمه کې دوسلوالو طالبانولخوا ووژل شول .
ديادشوې ولايت امنيه قومندان وژل شوې کسان دبدخشان ولايت اوسيدونکې بولي چې دکار لپاره ايران ته تلل .
بلخوا دنيمروز ولايت په ديلارام ولسوالۍ کې ديوې ترافيکې پيښې له امله درې تنه وژل شوي اواته ويشت نورټپيان شوي دي .