کارګر:په دولتي اوخصوصي اداروکې بهرني کارکوي
65
دکابل ښار يوشميراوسيدونکې دبيکارۍ له امله سرټکوي .
دغه اوسيدونکې وايي چې دوى په ورځو،ورځو دکابل ښار په واټونواوڅلور لاروکې دکارپه تمه پاتي کيږي او يواځې په اونۍ کې ورته دوه ورځې کار پيداکيږي اوپاتې نورې ورځې وزګارې تيروي .
دوى زياتوي چې په دولتي اوخصوصي ادارو کې بهرني کارکوونکې ګماري اوافغان کارکوونکو ته هيڅ پاملرنه ،نه کيږي .
دغه کارګران چې شميرې له سلوتنه څخه لوړده وايي چې دهيواد دلرو ولايتونوڅخه دکار په موخه پلازمينې کابل ته راغلي خودولت نه يواځې دا چې دوى لپاره دکارزمينه برابروي بلکې هغه بنسټونه چې دکارکوونکولپاره اړتيالري ايراني اوپاکستاني کارګران نيسي .
دا په داسې حال کې ده چې په هيواد کې په سلګونه خصوصي اودولتي بنسټونه فعاليت لري او په زرګونو تنه دکاردنه شتوالې له امله دښار په سړکونوکې دکار پسې سرګردانه ګرځي .