ولسمشرۍ ماڼۍ: د خبرو اترو لپاره به د سولي عالي شورا جوړه شي

65 | جون 15th, 2010


ټاکل شوي ده چې دسولې دملي مشورتي جرګې دمشورو دپلي کيدو اودولت دمخالفينوسره دخبرو اترو لپاره دسولې عالي شورا جوړه شي .
دولسمشرۍ ماڼۍ په يوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پريکړه تيره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دولسمشرکرزي په ګډون ديوې غونډې په ترڅ کې وشوه .
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې ولسمشرکرزي ټينګار وکړ چې ديادې شورا دجوړيدو لپاره به عملي ګام پورته شي اودسولې دملي مشورتي جرګې دمشرتابه پلاوې او ديادې جرګې دکميټو دريئسانو وړانديزونه به هم په پام کې ونيول شي .

Copyright Larawbar 2007-2024