کور / سياسي / یو هیواد د ۱۴۴ هیوادو ګاوندﺉ ؟ ډاکټر نثار احمد « صمد »

یو هیواد د ۱۴۴ هیوادو ګاوندﺉ ؟ ډاکټر نثار احمد « صمد »

جورج بوش څه موده  مخکی اعلان وکړ چي موږ به تر ۲۰۲۰ پوری د سپوږمۍ پر مخ یوه « تحقیقاتي اډه » جوړه کړو . لدې باټو او تکبر څخه ښکاری چي واشنګټن د مځکی د کرې تناوونه لنډ کړی او هغه یی پخپلو منګلو کي نیولی د ی او ځکه نو باید سپوږمۍ هم  یوه پوځي اډه وګرځوی . 
 


که د مځکی کره مدنظر ونیسو نو په نړۍ کي داسی سیمه نسته چي هلته دې امریکایی پوځیان مستقر نه وی . موږ پوهیږو چي نن په نړۍ کي جمعاْ ۱۹۲ هیوادونه سته او امریکا لدې څخه په ۱۴۴ هیوادو کي پوځي اډې لری. پدې حساب امریکا د نړۍ په څه باندی ۷۰٪ هیوادو کي خپل پوځونه لری . بله مهمه دا چي نن په نړۍ کي ۱۵ ناخپلواکي سیمې هم سته لکه ډیګوګارسیا، جبل الطارق، ګرین لینډ، مارشال ټاپوګان، ګوام، ویک ټاپوګان، ګوانتانامو او نور چي ځینی تر امریکایی اشغال لاندی دی او ځینی نور هم تر برتانوي نیونی لاندی شپې سبا کوی . خو امریکا پدغو پنځلسو ناخپلواکو سیمو کي هم ډیری پوځي اډې لری چي پدې حساب امریکا نن د نړۍ په ۱۵۹ سیمو کي پوځي اډې لری ( یعنی ۱۴۴ هیوادونه او ۱۵ ناحپلواکی سیمی چي جمعاْ ۱۵۹ کیږی ) پس ویلای سو چي واشنګټن نن د نړۍ په ۸۰ ٪ برخه کي پوځي اډې لری او د ا ټولی سیمی د هغوی تر څارني لاندی دی . 
 


بله مهمه  هم دا ده چي پدې ۱۵۹ سیمو کي امریکا صرف یوه یوه اډه نه بلکې په ځینو کې درې څلور یا زیاتي پوځي اډې لری چي شمیر یی جمعاْ ۷۳۷ ته رسیږی . باید وویل سی چي دا ټولې هغه پوځي اډې دی چی د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون) يي رسماْ منی . خو که هغه پټی پوځي اډې هم پرې ور زیاتي کړو چي پنټاګون او کوربه هیواد یی نه سی رسوا کولای نو پدې حساب به په نړۍ کي د امریکا د پوځي اډو شمیرو زرو ته ورسیږی.


مثلاْ په اردن کي تر پنځو زرو  پوری امریکایی پوځیان د عراق او سوریې پولو ته نږدې مستقر دی او هم د سي آی اې پټ جیلونه هلته سته مګر د اردن دولت د خپل ملت د خښم څخه د بیری په وجه وایی چي موږ امریکایی اډې نلرو . په عین ترتیب ، امریکا تر ۲۰۰۳ پوری په سعودی عربستان کي زیاتي پوځی اډې لرلې او د جدې د ښار په هوايي ډګر کی ډیرې « بی  ــ۵۲» نومی الوتکی ځای پر ځای وې چي هر چا لیدلې مګر سعودی عربستان انکار کاوه . همدا نن هم پاکستان ، مصر ، د منځنۍ آسیا او افریقا، لاتینی امریکا څو هیوادونه لدغسی اډو څخه منکر دی حال دا چي ګڼی امریکایی پوځي اډې هلته شته دی . فلهذا ، نن امریکا د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کي ( د پټو او ښکاره اډو په شمول ) تر زرو زیاتي پوځی اډې لری او لدې څخه واضحاْ ښکاری چي امریکا د نړۍ نږدې ټوله برخه پخپل مستقیم یا غیر مستقیم پوځي کنټرول کي راوستلې ده . 
 


مهمه دا ده چي امریکایی پوځي اډې زیاتره په هغسی هیوادو کي وی چي دولتونه يي دیکتاتور، مستبد، غیر ملي، او یا هم د امریکایي ګټو ساتونکی دی . راځی چي یو ډير کوچنی مثال یي ذکر کړو : امریکایی پوځ د تیرو ۶۲ کالو راهیسی د جاپان په اوکیناوا کوچنۍ ټاپو کي ۳۷ پوځي اډې لری . ددې جزیرې نفوس ۳ر۱ میلونه دی خو  اوولس زره امریکایی عسکر پکښې اوسیږی. د جزیرې اوسیدونکی هرکله ددې عسکرو لخوا پر جاپاني ښځو یا نجونو باندی د جنسي تیریو ، جنایتونو، ترافیکي پيښو، او د چاپیریال د ککړولو په وجه مظاهرې کوي خو د جاپان دولت یی په باک   هم نه راوړی  .


بله مهه خبره هم دا  ده چي افغانستان او عراق په فوق الذکر سیمو یا امریکایی پوځي اډو کي شامل ندی. کابل ، بغداد او واشنګټن درې واړه په افغانستان او عراق کي د امریکایی پوځي اډو شته والی نه منی او هلته د امریکایی پوځونو شتون د امریکا د پوځي ماموریت یوه په اصطلاح « مؤقتی » دوره بولی چي په عالمانه تجاهل سره یې « د تروریزم پر ضد د جګړې » نوم ورکړیدﺉ. 
 


   بل مهم ټکی هم  دا دي چي امریکا په بهر کي پخپلو دغو څرګندو ۷۳۷ پوځي اډو کي تقریباْ دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) پوځیان مستقر کړیدی . البته په عراق کي یونیم لک پوځیان او په افغانستان کي شل زره پوځيان پدې شمیر کی ندی شامل که نه هغه به جمعاْ درې لکه  اویا زرو ( ۳۷۰۰۰۰ ) ته ورسیږی . باید وویل سی چي پدې شمیر کي یو لک ( ۱۰۰۰۰۰) ښځینه پوځیانی هم شاملی دی . هر کال څه نا څه څوارلس زره جبری زناوی یا جنسی تیری پر دغو ښځو کیږی خو که هغوی حامله سی نو ماشوم وړیا نسی نقصان یا ضایع کولای ، همدا جنسي تیریو ښځینه پوځیانی پر امریکایی پوځ بی باوره کړی هم د ی او د محکمو لړۍ کال په کال ډیریږی . 
 


لدې نه علاوه ،پدې بهرنیو پوځي اډو کي نور څه باندی یو لک او شپږ نوی زره (۱۹۶۰۰۰) ملکي افسران، کارمندان او قراردادیان هم شامل دی چي هغوی  زیاتره ډریوران، آشپزان، پیره داران، مستخدمین، ترجمانان، روزونکی، تحقیق کونکی او نور دی او د ا ټوله د پنټاګون سره د  قرارداد ونو له مخی ګومارل سوی دی. پر دې سربیره د کوربه هیواد اجیران او قراردادیان هم پدې ۷۳۷ پوځي اډو کي په کارونو لګیا دی چي د هغوي شمیر څه باندی یو اتیا زرو (۸۱۰۰۰) ته رسیږی . ددې دواړو ډلو یعنی امریکایی او خارجي ملکی قراردادایانو معاشونه یا کمیشن پنټاګون تمویلوي چي هر کال په ملیارډونو ډالرو ته رسیږی .


پنټاګون وایی چي موږ اکثره دغه ادې نسو تړلی ځکه دا کار لویی بودجې یعنی شپږ سوه بلیونه ( ۶۰۰ بلیونه) ډالره لګښت غواړی چي دا ګواکی ستر مشکل دی .


امریکا د نړۍ پدغو ۱۵۹ سیمو کي د پوځي اډو  څخه علاوه نورې پټی اډې او استخباراتي مرکزونه هم لری چي دقیق شمیر یی  معلوم ندی . پدې مرکزونو کي د اړونده سیمو د وګړو تلیفوني مکالمې اوریدل کیږی، فکسونه یی کتل کیږی، ایمیلونه یی سپړل کیږی، جاسوسی يي کیږی او ټليفوني خبری يي ثبتیږی. دا ټول اعمال په پټه کیږی او کوربه ولس په ځانو هم نه وی خبر مګر دولتونه یی د واشنګټن څخه خپله اجوره اخلی . 
 


  پنټاګون په بهر کي د خپلو  دغو ښکاره ( ۷۳۷ ) پوځي اډو لپاره (۳۲۳۲۷) پوځي بارکونه، ساتنځایونه، روغتونونه، او نور تعمیرات رانیولی حال دا چي نورې (۱۶۵۲۷) ودانۍ یې  هم کرایه کړی دی .


همدا نن نن په بهر کي د پنټاګون ټوله دغه ساحه ( ۲۹۸۱۹۴۹۲) ایکړه مځکی ته رسیږی ( هر اریکړ ۴۰۴۷ متر مربع دی )


پدې حساب پنټاګون په نړۍ کي تر ټولو غټ مځکه وال یا مالک ګڼل کیږی ( پدې مالکیت کي هغه ودانۍ شاملی ندی چي په افغانستان، عراق ، اسراییلو، قرغیزستان، قطر، ازبکستان او کویټ کي یې لری . )


   همدا اوس اوس د نړۍ په بیلا بیلو سمندری اوبو کي دیارلس خورا ستری طیاره وړونکی امریکایی بیړۍ هم ځای پر ځای دی چي مختلفي سیمي یې تر پوځي څارنی او تعقیب لاندی نیولی دی . 
 


  د پورته ټولو حقایقو او ارقامو څخه ښکاری چي  امریکا نن د یوې امپراطورۍ بڼه  خپله کړیده . پخوا به مستعمرې وې خو نن پوځي اډې دی . پخوا به زوړ استعمار و خو نن نوﺉ استعمار دی  . آیا د خپل هیواد څخه بهر په ۱۵۹ سیمو کي د ۷۳۷ پوځي اډو او دوو لکو پوځیانو لرل پخپله د استعمار معنا نه ورکوی ؟ آیا د ا  ټولې ۱۵۹ سیمې اشغال سوی ندی  ؟ آیا د ا ټولې سیمی د امریکایی پوځونو رضا کارانه غوښتونکي دی  ؟ ولی امریکا په جرمني کي ( ۶۴۳۱۹) پوځیان، په جاپان کي (۳۳۴۵۳) پوځیان، او په ایټالیا کي ( ۱۰۴۹۹) پوځیان  لری ؟ ددې پوځونو ضرورت څه دی په داسې حال کي چي د دوهمي نړیوالې جګړې څخه شپیته کاله تیرسویدی ؟ امریکا ولی تر اوسه  په هسپانیا کي (۱۵۲۱) ، په هندوراس کي (۴۱۴)  او په اسټرالیا کي (۳۴۷) پوځیان لری  ؟   په بل عبارت امریکا ولی په اروپا کي جمعاْ (۹۶۱۱۹) ، په ختیځه آسیا اوپاسیفیک کی (۷۴۵۳۰)، په شمالي افریقا ، نږدې ختیځ او جنوبي آسیا کي جمعاْ (۵۴۵۲) پوځیان لری ؟ خو یو اساسی ټکی ته باید ځیر سو او هغه دا چي په اروپا يا اسټرالیا او نورو پر مخ تللو هیوادو کي د امریکایی پوځيانو شته والی د هغوی د اشغال معنا نلری بلکې دا د آمر او مادون یا مشر او کشر یا په ساده ژبه د غښتلي او کمزوره  ملګرو معنا  افاده کوی . پوځی اشغال هله معتبر وی چی لومړی بهرنی پوځونه په زور یا جنګ سره ورداخل سی خپل مخالف دولت نسکور کړی او پر ځای یی د خپلی خوښی یا ګوډاګی رژیم هلته نصب کړی . 
 


په ساده ژبه پوځي نیونه هغه وی چي نوﺉ رژیم تر دغی مداخلې وروسته وزوکیږی لکه نن چي یی  په افغانستان او عراق کي عملاْ وینو. خو پوښتنه دا ده چي که په بهر کي دا ټول امریکایی پوځیان نه وی نوڅه به پيښه سی ا ولی ؟   ځواب دا دی چي امریکا ځانته د دښمن جوړولو یا لرلو نه پرته یو بیکاره او بې هدفه غوندی هیواد دﺉ او بس .  والسلام


نثار احمد صمدNsamad57@hotmail.com


یادونه :


ددې مبحث عمده برخی، اعداد او ارقام د لاندینی کتاب څخه را غونډ سویدی :


Nemesis: The Last Days of American Republic


By: Chalmers Johnson, 2006 
دافغان رسالې د ( ۹۷-۹۸) ګڼی څخه