کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دلوړو زده کړو وزير( دادفر ) دې اساسي قانون عملي کړي

دلوړو زده کړو وزير( دادفر ) دې اساسي قانون عملي کړي

دلوړو زده کړو وزير ښاغلی دادفر دې اساسي قانون عملي کړي.      


څرنګه چه سږنئ تعليمي کا ل را نږدی شوی دی او په تېرو کا لو کې ګڼ شمېر پښتو ژبي ځوانان پرزده کړو بخت وو  اواوس محال  په زرګونو نورو پښتانو ځلميانودکانکور دازموينې له مخي د پوهنيزو  استعدادوپر بنياد د بر ېا ليتوب موکه پر لاس راوړی او ډېرنور ځوانان به ئې هم دشمول يت د بر يالېتوب پړاو ته ځانونه ورسوي . دا په داسېی ځانګړو شرايطو کې چه دنوموړوپښتو ژبو ځلميو ثانوي زده کړی په پښتو رسمي ژبه په اړونده ولا ياتو کې پای ته رسولي دي . نوي تنکي ځوان محصلين هيله لري چه داسا سي قانون پر بنياد دوی ته دپوهنتون درانه استا ذان په مورنۍ پښتو ژبه لکچر، نوټ او زده کړه ورکړي ، اوکه بيا هم دتېرو کلو په څېر دپوهنتون لوړ پوړي چاروا کي د بې غورۍ څخه کار وا خلي ،دوی ته به دزغملو وړ نه وي په دی صورت کې تنکي ځوان محصېلين به دی ته اړ اېستل شي چه يوازی ديوه کال څخه تر دوو کالو پورې په ځانګړي ډول ددري ژبی په زده کړه وخت تېر کړي اود پوهنتون اړونده رشتې دزده کړې څخه به په کورټ ډول شا ته پاته شې . دا ناوړه حا لت به ددی سبب وګرځي چه دپوهنتون عملي مرکز څخه ديوه دنيا هيلو اميدونو اوارزوګانو سره سره د پوهنتون ما حول څخه کډه وکړي اودا به ددی لا مل وګرځي چه د پوهنتون چارواکو لخوا د قانون د نه پلې کولو په وجه ځانونه به د ناهيلو په سمندر کې ديو نا معلوم راتلون کې پر لور غوټه کړي . اودی ته به اړ اېستل شي چه 1387 لمريز کال کې د اسا سي قا نون هغه مادی چه دمورنۍ ر سمي ژبی په هکله  په ډېر څرګند ډول بيان شوي دي دهغو پر بڼسټ غوڅ او پری کنده دقانون پلي کولو قدمونو نه په ډېره چټکۍ سره اوچت کړ ئ شي، وانه خېستل شي په داسی حالاتو کې به دخپلې ژبی له زده کړی څخه د ژڼو او تنکيو ځوانانو محرومول ددی سبب و ګرځي  چه داروائې عقدو اوغوټو ښکار شي . اودا ډول نوي ځوانۍ ته رسېدلي ځلميان به د ډېرو ناوړو اعمالو ته د لاس اچولو هڅی وکړي ، چه دپوهنتون ګڼ شمېر ژڼکې ( ځوانان) د تل د پا ره د پوهنتون علمي مرکز څخه بېرته خپلو ورانو کلو او بانډو ته به مخه کړي او دکلونو هېلي او اميدونه به ئې دخاورو سره خاوری  شي . کېدای شي چه په داسی چا پېريا ل کې ددی ګواښ هم شته چه همدغه ځوا نان دهېواد د نا امنو ډلو او ټپلو ښکار شي . چه د پېښو مسو ليت به ددغو ناوړو اعماالو دلوړو تحصېلا تو وزير (ښاغلي دادفر) پر غاړه وي . ددی دپاره چه دلوړو زده کړو وزير د اساسي قانون په اډانه کې د اسلا مي  ،حقوقي  او بشری نړېوالو  اوصولو او سا ز مانو سره سمه وظېفه سر ته رسو لي وي په  مسو ليت سره دی د نا وړو پېښو د مخنېوي بندوبس وکړي. دپوهنتون ښاغلی وزير دادفر د رسمي ژبو  دزده کړوعادلانه ويش دپاره بېله ځڼډه دنوي تعايمي کال 1387 لمريزکې لکچرنوټ په پښتو اولکچر دې په دري ژبې سره اوياعکس دهغه. بله داچې دپوهنتون په کدرکې دشموليت ددواړو رسمي ژبو زده کړه اسا سي شرط وبه لل شي .


ښاغلی وزير، پوښتنه داده چه ايا په ټوله نړی کې به داسی يو هېواد څوک پيدا کړي، چه ژبه ئې دهېواد د وګړو رسمي ژبه وي ځوانان او پېغلی ئې دزده کړی په چا پر يال کې د کا ر اخېستلو څخه محروم وي؟ 


داساسي قانو ن 43 ما ده وائې چه زده کړه بايد په خپله مورنۍ ژبه وي. په داسی حا ل کې چه داساسي قانون 16ما دی له مخی هم پښتو دافغا نستان رسمي ژبه دی. دځوانانو نړېوال حوقي سازمان هم پر دی اصل ټينګار کوي چه زده کړه بايد دوګړو په مورنۍ ژبه وي. بيا هم سوال پيدا کېږي چه دقانون نه پلی کول دقا نون څخه په څرګند ډول سر غړونه نه دی؟ 


ښا غلی دلوړو زده کړو وزير!! په داسې حالاتو کې دتاسود عملي حرکت پلي کولو ته اړتيا دی، چه داسا سي قانون په رڼا کې دمسوليت نه ډک اصولي قدم اوچت کړئ، پاتی دی نه وي چه دپوهنتون زړه سوانده اوستاذان دی ته تيا رد ي چه پښتو ژبي ځوانو محصېلينوته په پښتو خوږه رسمي ژبه د زده کړی اسانتيا وی تيا ری کړي. او اوس دکابل اوولايا تو درانه اوخاخوږي دولسي اومشرانو جرګی وکيل صا حبان هم دخپلو وعدو له مخی دنده لري چه دلوړو تحصيلاتو پروزيردعملي اقدام فشار راوړي،او دنه عملي کېدوپه صورت کې دی دلوړو زده کړو وزيرولسي جرګې ته وروغوښتل شي، دڅو کالو راهسي دپوهنتون ګڼ شمېر محصېلينو سره ژمنه کېږي چه دلوړو زده کړو وزارت به په راتلونکي ښوونيز کال کې قانون به د د رسمي ژبوپه هکله پلئ کو ي،هغه سرغړه ونه چه دلنډ محا لي اوعبوري حکومت په دوران کې دلوړو زده کړووزارت دژبو په هکله درلوده هغه ته به دپای ټکی کېږد ي،ولی هغه ژمنی تر اوسه نه دی عملي شوی.په داسی حال کی چهد 1387 لمريزکا ل د پيل شپی ورځی دي دلوړوتحصېلاتو وزير دپښتوژبې محصېلينو غوښتنی بابېزه اودمور او ميری سلوک څخه ګټه پورته کوي چه داډول سلوک به ډېری ستونځي راپورته کړي . دچارو ښه سمبا اښت پر بنياد چه په يوه اکا ډميکه فضا کې چه دهرډول توپير نه ډه ډه شوي وي ،په کابل پوهنتون کې درسمي پښتو او دري ژبو محصېلينو  شمېره داوستا ذانو ديو کمېسيون لخوا په نخښه کړئ شي او بيا دی ددوی په مورنۍ رسمي ژبه ورته  تدريس و شي. په پوهنتون که د شموليت دپاره دولا يا تو دسر شمېرنې پر بڼسټ دداخېليدو برخه ورکړئ شي، ځکه چه په کابل کې لکه لابراتوار؛دزده کړې لوازم؛ دلوړو زده کړو ښوونکي؛ درسي خوني با امنه ما حول په ولایاتو کی نشته. دغه پر ځا ی او قانوني غوښتنه دی دولسي جرګې خواخوږي وکېلان دحکومت څخه په کلکه وغواړي. ديادونې وړ دی چه ټولګي اودسمېنار خوني دی په دقيقه بڼه ورته وټا کل شي، پښتو ژبي او دري ژبی اوستاذانو ته دکتاب دچاپولوامکانات په مساويانه ډول برابر کړی شي، هغه محصېلين چه په دري ژبه زده کړه غواړي په دري اوهغه محصېلين چه په پښتو ژبه زده کړه غواړي په پښتو ژبه دی دزده کړی امکا نات ورته برابرکړئ شي. ترڅوچه ځلميا ن په يوه ارام چاپېريال کی مسلکي زده کړی پاي ته ورسوي، او وران او وېجاړ هېواد ته دخزمت کولو جوګه شي. انشا الله!


دهېواد والو درنو لېکواﻻ نونه هيله کوم چه درسمي ژبود تد ريس په هکله خپل وړاندېزونه دوبپاڼو له ﻻری دپوهنتون چا رواکو ته ورسوي مننه. 


07-02-2008