کور / کیسه / هغه … لاړه،اوبياترننه لاړه ..!

هغه … لاړه،اوبياترننه لاړه ..!

په دې سوچ کې وم چې بايدآماده ګي ونيسم چې ددفترپه لورلاړشم،دانودخالي (شنبې) ورځې سهارده. چاى موڅښه سهارڅه باندې اوه بجې وې چې موبايل مې وشرنګېد،اوچت مې کړ،ګورم چې کاکامې دى اوله کلي يې زنګ وهلى،دتل په شان مې سلام اواحترام وکړ،جوړپه خيرمې لانه وو خلاص کړي،غږ يې رباندې وکړ (ناروغ مې در روان کړى په موټرکې يواودکابل په لور درځم. داسې وکړه چې ژر راشه چې داناروغ له يوه ځايه ورسوو). اړشوم چې دفترته زنګ ووهم اودخپلې پېښې شوې ستونزې په هکله ورته ووايم. همداسې مې وکړه،دفترته مې تلفوني سپارښتنه وکړه،اوډېرپه بيړه روان شوم. په لاره کې وم اوپه دې مې سوچ کاوه چې اوس کوم روغتون ته لاړشو ترڅوکوم ډاکټر راسره مرسته وکړي په همدې کې وم چې دعاجل ابن سينا په روغتون کې مې يو وخت يو دوست درلوده چې سينه يې راته ډبولې وه (ورور دې په عاجل ابن سيناروغتون کې ده،که امراوخدمت وي) په تيلفون کې مې دهغه ډاکټر شمېره پيدا او زنګ مې ورته وواهه. له سلام اوجوړپه خيروروسته مې ستونزه ورسره شريکه کړه،چې ناروغ را په لارې ده اود روغتون په لور درغلو. دهمېش په شان يې داځل يې دتيلفون له لارې خپله خبره تکرارکړه چې ورور مو په چوپړکې ده، لومړى خودې خداي (ج) حاجت نه پيدا کوي او بيا چې کار وي او ځما تر وسې پوره وې نه يې درېغوم،زه په روغتون کې يم – راشى او دايې هم راته وويل چې کله چې راورسېدۍ بياهم راته زنګ ووهه چې زه تر وره درووځم چې تاسې ډېرکړاو ونه وينى. اوزه موبيادننه روغتون ته راولم. همداسې مو وکړه،او په روغتون کې تر لنډې معاينې وروسته داسې وشوه چې ناروغ بايد پوره درې اونۍ بسترکړو – ناروغ مو بسترکړ او له خپله کاکاځينې مې اجازه واخيسته چې زه اوس يوځل کورته راځم بياموماذديګربياپوښتنې ته راځم . له روغتونه بهرشوم اودښارپه هوټلونوکې مې ډوډۍ وخوړه څه سودامې دکورلپاره له ښاره څخه واخيسته اودکورپه لور روان شوم . په کورکې هم ټولو رانه دناروغ دوضيعت دبهبود ټپوس کاوه – پوښتنه سوال اوځواب موکاوه چې کورکې مېلمه راغى. ځه مېلمه سره کېناستم اوښايسته ډېروځنډ مې ورسره ووت اونيږدې ماذديګرشو،نور نو نه کېده چې ورشم اوپه روغتون کې دناروغ احوال واخلم. سبا بيا بايد دفتر ته تللى وم او بيا مې روغتون ته دورتګ فيصله کړې وى،دفترته لاړم او همدا فيصله مې وکړه چې اجازه به اخلم او روغتون ته به ورځم. له دفتره بهرشوم اودروغتون په لور روان شوم. روغتون ته ورسېدم کله چې دبسترخونې ته ننوتم ،کتل مې چې يوه کليواله نجلۍ په همدغه اطاق کې له يوې ناروغې سره پايوازه ده. دهغې اوچته ونه،په لېموخوره وره موسکا،آبي رنګينې سترګې اوطلايي وېښتان،خيال کېده چې دښکلااوښايست له رنګين ګلبڼ څخه دڅوشېبولپاره راوتلې ده. څوشېبې وه او وروسته له بسترخونې ووته. شېبې وروسته ځه هم دوتلوپه تکل شوم،ځه نه پوهېدم چې دابه راځي ددې دبوټو ټک ټک مې نه اورېده ځکه چې ددې بوټ نه بلکې ناستې څپلۍ په پښووې. دروغتون دبستردخونې دوره له وازېدووروسته په همدې وره کې راسره سترګې په سترګوشوه،نيږدې وه چې سرونه موسره ولږېږي په دې وخت کې پرشاولاړه اوډيره په خواره ژبه يې وويل (ډيره بښنه غواړم ځمافکرنه وه،هسې زه مې دناروغ په خاطرلږه چابکه راغلم)، ډيره عجيبه شانې شېبې وې. خداى(ج) هم دښايست له خزانې څخه ډېرڅه پرې لورولي وو،په ډېره ساده ګۍ کې ډېره زړه وړونکې …


ساده لباس ساده خبرې
ساده مې حسن ده ساده نظرکومه


 دهغې مورناروغه وه کومه چې دېته اوهمداشان داپرې ډېره ګرانه وه،له ماسره مې راسره په خواکې نيولې دوسيې دامرسته کړې وه چې هرډاکترته به مې چې وويل په ډېرورين تندي به يې راته ويل چې دادى درغلم اوراسره به را روان شو.کله به چې ډاکتر راغى دې به بياماته په ډېرټيټ آاواز ويل (وبښه ورته ووايه چې ځماموهم وګوري)؟ يوه ورځ سهار ډيروختي هم نه وو دروغتون په لور روان شوم ، څه کم اته بجې وې،دخپل ناروغ لپاره مې څه خواړه هم له ځان سره لرل کتل مې چې دروغتون مسولينو دناروغانو پايوازان له روغتونه راوويستل او ويل يې چې دعيادت يادناروغ دحال دپوښتنې وخت پايته رسېدلى دى. ډاکترانواودروغتون مسولينوچې ځمادرويشي اولوي بالاپوش اوبياددې ترڅنګ ترخوادوسيه چې وليده نوبرسېره پردې چې څه به يې نه ويل بلکې ډېرښه سلام به يې کاوه او خيال به يې کاوه چې داکوم څوک ده چې حتماً دعامې روغتياله وزارت څخه راغلى اوياهم دروغتون کوم نوى ډاکتردى. لاړم اودبسترخونې ته ورسېدم دخپل ناروغ دپوښتنې وروسته مې دهغې له مورسره هم په دې الفاظودزړه خواله وکړه چې خداي (ج) لوي دى ښه کېږې،خداي(ج) ته خوهرڅه آسانه دي،ډېره بېچاره په عذاب وه،ځماهمدومره تروسې پوره وه خپل ملګري ډاکترته ورغلم اوهغه مې له لاسه ونيوه اوددې مورته مې راووست او ورته مې ودراوه چې دې ناروغ سره څه کولى شې او همداشان مې ورته وويل چې يو داسې څه راته وليکه چې ددې هغه پايوازې راولم اووليکه چې دې ناروغ سره دپايوازشتون ډېر اړين دى چې هغه بياڅوک ترې له دې ځايه ونه باسي اوهمدلته ورسره وي ډاکټربېچاره راته څه چې ما ورته ويل هماغسې وليکل،ډاکترمې له ناروغ سره پرېښوده اوخپله راکوزشوم اودپايوازانوپه لور ور روان شوم،په منډه مخې ته راغله اووړاندې تردې چې ځه څه ورته ووايم ويې ويل (ځماموردې وليده،هغه ښه وه) ماورته وويل چې هوستامورښه وه ماهمدا اوس بياډاکترته وويل چې يوځل يې بيامعاينه کړي او ورته مې وويل چې ته دې نوره له مورسره اوسه اودلاندې مه راکوزېږه،بيايې به ډېره خواره ژبه راته وويل نه مې پرېږدي دغه بابه ګکان نه دي هرڅه ورته وايم چې وخت پوره شي يوه دقيقه مې هم نوره ورسره نه پرېږدي. ماورته وويل راځه ځه درسره يم نورڅوک څه نه درته وايي اوهمالته دې له مورسره اوسه هغه اوس تاته ډېره اړتيالري خوښه شوه او خپل ورورته چې هغه هم دنورو سړيوسره دپايوازانوپه ډله کې وه اشاره وکړه چې ګني ځه لاړم هغه هم منډه ورته رواخيسته (ژر،ژر يې ورته وويل دغه چې وينې له مورجانې سره په يوه خونه کې يې څوک بستردي اوس راغي اوماته يې وويل چې راځه زه هلته چاته ووايم چې تانوره راونه باسي اوته دې همالته له خپلې مورسره اوسه ځه دننه ځم که څه وه بيادرته راوځم ته همدله اوسه ښه) هغه هم ډېرخوښ ويې ويل (ډېره ښه ده ځه ځه لاړه شه). له کلي راغلي خلک وو په يوه براين دبسترله خونې خوڅه چې دروغتون له تعميره څخه راوتل. پورته تلوچې په وره کې يې ودروله بيايې په ډېره ټيټه لحجه وويل صيب،ژرمې مخ ور وګرځاوه،او ورته مې وويل دا راپرېږدۍ چې راشي او نور هم څه مه ورته وايي چې ښکته او پورته لاړه شي ددې دناروغې حالت ښه نه دى او دې ته ډېره ارتيالري دېته نورڅه مه وايي. بابۀ ګکانو بښنه يې ترې وغوښته او ورته يې وويل (برو – برو) پورته لاړو اوپه اطاق کې يې ډاکترهم وليده کوم چې ځماملګرى وو اوما ورته ويلي وو چې راشه اودې ناروغ سره څه مرسته وکړه چې ډېره په عذاب ده. ډېره خوښه شوه اوهره شېبه به يې لاس په دعانيولي وو،اودزړه له کومې به يې راته دعاکولې،څوشېبې نور هم پاتې شوم ، بيامې له خپله ناروغه اجازه وغوښته اودروغتون له ودانۍ څخه رابهرشوم. څو ورځې همداسې سهار اوماذديګر ورتلم اودخپل ناروغ ټپوس به مې کاوه اوهمېشه به مې هماغه خپل ملګرى ډاکترله ځانه سره بيوه چې يوځل ځماله مخې بيادناروغ وضيعت وګوري چې څومره بهبود يې موندلى دى. ددې نجلۍ شتون يې له مورسره هومره مرسته وکړه چې دويمه درېيمه يې دمورحالت هم بدلون پيدا کړ او ورځ په ورځ راښه کېده. نهه لس ورځې به مو وتلې وې ځما خو کورنۍ دنده وه چې دناروغ احوال کور ته يوسم ځکه چې دناروغ حالت مو قانع کوونکي نه وو په دغو ورځو داسې شوه چې ناروغ هم نسبتاً ښه شوى وو ځه به هم کله سهار او کله ماذديګر ورتلم، دې نجلۍ به هم هرکله په ليدو سره دخپلې مينه ناکې موسکا پورړلي کولم. يوه ورځ همداسې ماذديګر ورغلم اوله لارې مې ډاکټرهم له ځانه سره ور ووست چې ناروغ وګوري،کله چې ډاکترمعاينه وکړه اوماته يې اطمينان راکړ،اجازه يې وغوښته لاړ او زه څوشېبې نورهم پاتې شوم. په دې وخت کې دانجلۍ راوغږېده اوويې ويل ځمامورخواوس ډېره ښه ده نن چې کله هغه بل ډاکتر کله معاينه کوله راته ويې ويل چې نور تاسې رخصتوو، نخسه به درکوو،هغه دو اپه کورکې ورته ورکړي،بيايې موسکاپه لېموخوره وره شوه اوپه مينه يې وويل (زياتي مې مورجانه ښه ده اوښۀ کېږي او نورخپل کور ته ځو) داځل يې نوخبرې هم لږڅه ډېرې وکړي اوترې اوږدي هم شوې داسې غږېده چې له کوم ښه بلدي چاسره خبرې کوي،ور په ياد شوم،داځل يې بياډاکتران هم په خيروسې ونازول اوماته يې هم څه ناڅه ښه الفاظ وغږول. داوخت نو زمونږ ناروغ هم څه بهبود موندلى وو او لس دولس ورځې يې وتلې وې اومابه يې هم دورځې په يوه وخت پوښتنه بسياکوله اويواځې به هماغه ماذديګرله درفتره خلاصېدم او روغتون ته به داحوال اخيستلولپاره ورتلم. په بله ورځ ماذديګرکله چې روغتون ته لاړم ،دبسترپه خونه کې هرڅه دپخواپه څېرنه وو. بلې ډاکترانوهغوي ته رخصت ورکړى وو ، لومړى خوښ شوم او وروسته داسې راته برېښېده چې لکه چې کوم څه مې ورک کړي اوياهم رانه کوم ځاى پاتې شوي وي اوهمداشېبه بايدراسره وى. خپل ناروغ راته وويل چې ته يې ډېريادکړې اوډېرآرمان يې وکړچې ته يې ليدلى وى. څوورځې نورې هم همداسې تيرې شوې اوهغه ورځې راورسېدې چې په نن سبابايدمونږهم وړاندې ترهغې نېټې کوم چې يې په لومړيوکې راته ليکلې وه بايد رخصت شوي وى ځکه ناروغ نسبتاً ژرصحت پيداکړ، يوه ورځ ماذديګرهمداسې په بېړه کې وم چې روغتون ته لاړشم کله چې نيږدې کېدم اود روغتون ودانۍ ته ننوتلم غږ رباندې وشو – ودرېدم اوبېرته مې ترشاوکتل،هماغه دپخواپه څېر اوچته ونه،په لېموخوره وره موسکا،آبي رنګينې سترګې اوطلايي وېښتان دوروستي ځل لپاره يې بيادخنداڅخه په ډکې خپلې مينه ناکې موسکاونازولم اوويې ويل (دا ورور مې راسره راغلى،خاص تاسي لپاره عين له کلي راغلي يو څوشېبې کېږي چې تاته انتظاريو پاس هم تللي وو، ناروغ موهم ښه وو مونږيې پوښتنه وکړه. راغلو چې ستاسودناروغ پوښتنه اوهمداشان تاووينواوله تاڅخه مننه وکړومورجانه خومې خداي (ج) ښه کړه،خو دډاکترانودې هم کورودان وي ښه درملنه يې وکړه اونه پوهېږم له تاڅخه څه ډول مننه وکړم تاخو دومره مرسته راسره وکړه چې بېخي يې فکرنه کيده زه بېخې تاسي اوتاسي دامرسته نه هيروم،څوشېبې يې نورهم له يوې خوااوبلې خوا وغږېدواودخپلې موريې راته وويل چې اوس بېخي ښه ده اودايې هم وويل چې تاسې ته تل دعاکوي ډيرمويادوي، دهمدې لنډو اوږدو خبرو په وروستيوکې يې راته وويل چې نور نو مونږ له همدې ځايه درڅخه اجازه غواړو،ډيرمې جرئت هم نشوى کولي خود دوي خبرو اجازه راکړه،ماهم ورته وويل له مونږ سره پاتې شى همدلته نيږدې کور لرو، زه هم يوځل دناروغ احوال اخلم – لاړبه شوکورته چېرې ځي په دې ناوخته له کومه ځايه راغلي يي،او اوس دتګ وخت بيخي نه دى. په دې وخت کې يې په سترګوکې اوښکې هم راپيداشوې اود نه نه ځو همدلته نېږدي په ښارکې مودعمه دلورکوردي هلته موويلي چې مونږبېګاه ته راځو هغوي مو انتظارلري اوپه همدې خبره کلک شول اوخداى پا اماني يې وکړه اوپه تلو تلوکې يې بياوژړل اوله زړه يې وژړل اولاړه ،اوبياترننه لاړه.