کور / تازه خبرونه / موسى كلا: ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

موسى كلا: ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

ايساف :۹ تنه وسلوال طالبان موپه موسى كلاكى وژلى


په هلمندولايت كې دبرتانوي ځواكونو يوه وياند سايمن نيلر وويل چى نهه تنه طالبان دموسى كلا ولسوالۍ په مسلماني سيمه كې نن سهارهغه مهال وژلى كله چى ددوى ځواكونو دكره معلوماتوله مخى دوسلوالوطالبانو پټن ځاي  ته ورغلى اوپه جگړه يي لاس پورى كړى نيلرزياته كړه چى جگړى دوه سعاته دوام درلود چى وروسته دوي د هوايي ځواكونوپه مرسته يادسوى وسلوال طالبان وژلى


هغه ددې ترڅنګ د كجكى ولسوالۍ خبره هم وه كړه. نيلروويل ددوى ځواكونه په گزمه بوخت وه چى دوسلوالوطالبانو دسپكووسلودډزودبريدښكارسوه.خو نيلروويل چى دبريد وروسته ددوى چرلكو په سيمه كى بمبار وكړ.ولى وسلوالوطالبانوته داوښتى مرگژوبلى په هكله يي څه وه نه ويل خو زياته يي كړه چى په كجكى ولسوالۍ كى يي دوسلوالوطالبانودوسلويوه غټه زيرمه موندلى چى دنوموړى په وينا درنى اوسپكى وسلى پكى شاملى دى .


خونيلر وويل چى دايتلاف ځواكونوته دموسى كلا اوكجكى په ولسواليو كى دجگړى پر مهال هيڅ زيان نه دى اوښتى اونه هم ولسۍ وگړوته زيان اوښتى .


بل خوادهلمنددكجكي ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې  ناټوځواكونو يي دولسوالۍ دلوړي نيچې په سيمه كې  پريوه كور يرغل وروړي  چى شپږتنه يي وژلي اوڅلور تنه يي له ځان سره بيولي دي .


دكجكي ولسوالۍ ځايي خلكو دټيلفون په ليكه وويل چې ناټوځواكونو دغه يرغل ديوه قومي مشر حاجي عسكر خان پركور باندي  ور وړي


او وايي چې دوسله والو طالبانويو سميز قوماندان ملاسعدالله هم په دغه سيمه كې و اووژل شويدي چى داسى وايي.


يوبل تن چى باران نوميده هم وويل چى دكجكى په ولسوالۍ بهرنيوځواكونودچاپى پر مهال ديوه طالب په شمول شپږتنه ملكى كسان وژلى دى اوزياته يي كړه چى نوردى حكومت دوى نه زوروى نوموړى وويل چى دوى دزياتو مشكلاتوسره لاس اوگريوان دى چى داسى يي وويل .


خودوسله والو طالبانووياندقاري يوسف احمدى ټول وژل شوي خپل ملګري نه بلكي ملكي وګړي بولي .


بل پلو دكجكي ولسوالۍ له كښته كجكي سيمې څخه هم په رارسيدلي يوه خبركې ديوه تن ولسي وګړي دوژل كيدو خبروركړل شوي .


خوپه هلمندولايت كى دايساف ځواكونووياند سايمن نيلر په كجكى ولسوالۍ كى دچاپى وهلوڅخه ځان ناخبره ښى .


دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال هم ددغوعملياتو په اړه ناخبري وښودل .


كجكى اوموسى كلا دهلمندپه شمال كې پرتې ولسوالۍ دي  .


كه څه هم دموسى كلا ولسوالي يي دوې مياشتي  مخكى افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ونيول خوداسي ويل كيږي چې دكجكى ولسوالۍ ډيري سيمي لاد طالبانو په ولكه كې دي .


عزيزاحمد((شفيع)) هلمند۲۰-۱۱-۱۳۸۶