کور / تازه خبرونه / د هرات ولايت له زيات شمېر اړمنو سره مرستي وشوې

د هرات ولايت له زيات شمېر اړمنو سره مرستي وشوې

نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هرات ولايت د عامي روغتيا د رياست سره يوه لارۍ بار يو نيم ټن  بېلابېل روغتيايي سامان او درملو مرسته وکړه . دا خبره له کابله د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي شوې ده ، خبرپاڼه وړاندي ليکي چي د چخچران P.R.T شپږ ټنه اوړه، غوړي او ورجي پر اړو کورنيو باندي وېشلي دي .


دا بشري مرستي د P.R.T. ، د قبايلو او سرحدي چارو رياست او د بيرته راستنېدونکو چارو رياست له خوا تهيه سوي وې . د يادوني وړ ده چي د افغان ملي اردو د ډاکټرانو له خوا هم د هرات ولايت د تريک په سيمه کي د ۲۶۲  تنو ناروغانو درملنه کړې ده .