کور / تازه خبرونه / جنسي تيري کوونکى د پوليسو لخوا ونيول شو

جنسي تيري کوونکى د پوليسو لخوا ونيول شو

ولسمشر حامدکرزي دې پرتنکيو ماشومانو دجنسي تيري پرحال ځان خبر کړي  


نن دسلواغې په ٢٠مه په کابل کي پوليسو هغه پنځه ويشت کلن ځوان ونيو کوم  چې دتيرې چهارشنبي په ورځ يي دکابل ښار دخيرخانې ميني په سيمه کې پريوې نهه کلنې نجلۍ باندې تجاوز کړي وو  


نجلۍ دکابل دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو په رياست کې ژړل او له دولت نه يي غوښتنه کوله ترڅو هغه کس ته چې پردې يې تجاوز کړي دي درنده سزا ورکړي . 


له دې نه وړاندې دپنجشنبي په ورځ دسلواغې په ١٨مه د بلخ ولايت د شولګرې  ولسوالۍ دتاجك  تين په كلي كې ، پر يوې څلور كلنې نجلۍ جنسي تېرى شوي وو  .


دبلخ پوليسو ويل چې هغه کس يي نيولى دي چې په څلورکلنې نجلۍ يي تيري کړي دي . 


له دې نه وړاندې دسلواغې په ١٦مه  هم په جوزجان ولايت كې يوتن  جګړن پر يوې ۱۲ كلنې نجلۍ جنسي تېرى كړى و، چې د پوليسو لخوا ونيول شو .


پرکوچنيو ماشومانو جنسي تيري کوونکي خونيول کيږي خو سزا نه ورته کول کيږي


زياتره هيواد وال له دولت نه غوښتنه کوي ترڅو دغه جنسي تيري کونکيوته دشريعت مطابق سزاورکړي ترڅو دنورو تيري کوونکيو لپاره عبرت شي