کور / شعر / رمز

رمز

هم یی اېښې په مرۍ راته چړه


هم یې ما ته راپه غاړه کړه دا پړه


ورته ګورمه په دوه سترګو ناتوانو


راتپلې په موږ چاده دا جګړه


تور مو زیان به تر هغې را پورې خاندي


څو چي زه او جانان نه شوبیا جوړه


ای همته دبیلتون له خوبه پاڅه


کړه راپورته دخوشال توره زړه


ځان خبرکړه چي داڅه په مو ږه وشول


څنګه واچوله مات غلیم  داړه


چی په رمز باندی پوهيږي هغه پوه شو


ستون به نه شي په توده یاپه سړه


خدمتګاره له نفسي ګټو دي تیر شه


څه چي خوښه دجانان وي هغه کړه


 


۱۳۸۶لمریز کال غوایی