کور / تازه خبرونه / هلمند:د ټورنمټ پاينل ته څلور لوبډلي وتلي دي

هلمند:د ټورنمټ پاينل ته څلور لوبډلي وتلي دي

د فوټبال هغه ټورنمټ چي په هلمند ولايت كي دمخدره توكو پر وړاندي پيل سوى وو پاينل ته يې څلور لوبډلي وتلي دي .


په عين حال كي تېره ورځ  په لښكرګاه كي د كركټ ټورنمنټ پاى ته ورسېد چي پايلوبه يې بست او آريانا لوبډلو تر سره كړه چي بست اول او آريانا دوهم مقامونه تر لاسه كړل د وروش چارواكي وايې چي په ياد سوى ټورنمټ كي د لښكرګاه ښار اتو لوبدلو برخه لرله .


كابو شل ورځي كيږي چي په هلمند كي دمخدره توكو پر وړاندي د فوټبال ټورنمټ پيل سوى چي د ورزشي امر غلام غوث داوري په خبره پاينل ته يې څلورو لوبډلو ځانونه ايستلي دي .


ښاغلى داوري وايې چي نن او سبا به پاينلي سيالۍ تر سره سي چي نن به پيكان او اتفاق او سبا به قانون او پېروزي لوبډلي سيالۍ تر سره كړي .


په عين حال كي  د كركيټ هغه ټورنمټ چي د لښكرګاه په ښار كي كابو شل ورځي مخكي پيل سوى وو او د نوموړي ښار اتو لوبډلو پكي برخه اخيستې وه تيره ورځ يې پاينلي سيالي بست او اريانا لوبډلوتر سره كړه چي بست په يوه رنز  او څوارلسو اورونو  آريانا ته ماتي وركړه .


چي د ښاغلي دواري په وينا بست لومړى او آريانا دوهم مقامونه تر لاسه كړه .


ددغو سياليو موخه په هلمند كي ورزش ته وده وركول او د كركيټ  د يوې پياوړي لوبډلي په ګوته كول ښودل سوي دي .


په پاى كي  د ورزشي امريت لخوا ځينو تكړه ورزش كارانو ته يو شمير ډالۍ او تحفې هم وركړل سوې