کور / تازه خبرونه / تښتول شوى ماشوم بند څخه خوشي شو

تښتول شوى ماشوم بند څخه خوشي شو

اته کلن بلال  دشل زرو امريکايي ډالرو په بدل کې تښتونکو خوشي کړى دى . دبلال دکورنۍ يوه غړي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي لراوبر ويپاني ته وويل چې دبلال پر سر ورکړل شوې پيسې په هرات ولايت کې تښتونکو ته ورکول شوې او ماشوم بلال داته ورځني بند وروسته په کندهار کې خپلې کورنۍ ته تسليم شو هغه زياته کړه ((بلال بېرېدلى دى خو روغتيايي حالت يې دډاډ وړدى )) دکندهار امنيه قوماندان سيد اغاثاقب هم دپېښي پخلى وکړ او ويه ويل چې دحاجي ملال زوى بلال راخوشي شو او دغلو لټون روان دى . ښاغلي ثاقب زياته کړه ((پوليس او ټوله امنيتي ارګانونه هڅه کوي چې دورته پېښو مخنيوى وکړي  بايد ولسي وګړي له امنيتي ارګانونو سره کومک وکړي . )) په کندهار کې په دې وروستيو کې دانسان تښتونې پېښي ډيري شوي دي او په تېرو دوو اونيو کې دوه ماشومان او يوه امريکايي مېرمن تښتول شوي چې يو ماشوم يې دپيسو په بدل کې راخوشي شو او امريکايي مېرمن او يو بل ماشوم لا اوس هم ورک دي  .