کور / تازه خبرونه / نامتو خبريال ووژل شو

نامتو خبريال ووژل شو

دجنوبي پښتونخوا په پلازمېنه کوټه کې په امنيتي سيمه سټلايټ ټاون کې پر مجاهد چشتي وسله والو کسانو بريد وکړ ااو هغه يې ځاى پرځاى وواژه . بريد کوونکي پر موټر سايکل سپاره وو او دپېښي له ځاى څخه تښتېدلي دي . دسټلايټ ټاون دپوليسو يوه افسر وويل چې پوليسو دنامالومه قاتلانو په خلاف دوسيه درج کړې ده . مجاهد چشتي دکوټي ښار په موهمو او نامتو خبريالانو کې شمېرل کې ده او دده په وژنه په سيمه کې مېشتو خبريالانو سخت غبرګون ښودلى دى .