کور / تازه خبرونه / 16 وسله وال ياغيان ونيول شول

16 وسله وال ياغيان ونيول شول

دشمالي پښتونخوا په سوات سيمه کې دپاکستاني پوځ په عملياتو کې دشپاړسو 16 وسله والو ياغيانو دنيول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي . پاکستانى پوځ وايي چې له نيول شويو کسانو څخه يې په پراخه پيمانه وسلې او موهمات هم نيولي دي . لا اوس هم دسوات په بېلا بېلو برخو کې دپوځ له لوري دتوندلارو طالبانو په خلاف عمليات دوام لري او په ټول سوات کې دسهار له 6 بجو راهيسته دماخوستن تر اتو 8 بجو پوري په ګرز بنديز يا کرفيو کې نرمښت اعلان شوى دى .