کور / سپورټي / فټبال: د جون د ١٤ – مې د لوبو حال

فټبال: د جون د ١٤ – مې د لوبو حال

د نړۍ وال کپ د سيالو په ترڅ کي پرون هم د هالنډ (نيدرلنډ) او ډنمارک، جاپان او کاميرون او اېټاليا او پاراګواى ترمنځ درې لوبي ترسره سوې.
هالنډ وکړاى سول چي دوه د صفر په مقابل کي مخالف لوري ډنمارک ته ماته ورکړي، جاپان له کاميرون څخه يو پر صفر وګټله، خو اېټاليا او پاراګواى له يوه او بل سره پر يوه – يوه ګول مساوي کړه.
نن د جون پر ١٥ نېټه به د افغانستان پر وخت د ماپښين پر څلور بجې يوزلينډ او سلواکيا، د ماښام پر شپږ بجې ايوريکوسټ او پرتګال او د شپې پر ١١ بجې به برازيل او شمالي کوريا لوبي سره وکړي.
په نننۍ لوبو کي د برازيل او شمالي کوريا لوبه ډېره مهمه ده، برازيل د فټبال په نړۍ کي تر ټولو ښه نوم او تکړه لوبډله لري، چي د خپل حيثيت څخه د دفاع په خاطر به يې د ګټلو دپاره ډېره هڅه وکړه، خو د شمالي کوريا پر لوبډلي بيا د سياست او دوو ګاونډيو هيوادونو جنوبي کوريا او جاپان د لوبو سيورى خپور دئ، ځکه جنوبي کوريا يونان ته پر دوه صفر او جاپان کاميرون ته پر يو صفر ماته ورکړې ده، اوس به نو شمالي کوريا هم ډېر کوښښ کوي چي خپله لومړنۍ لوبه وګټي.