د بن لادن د نیولو لپاره راغلی امریکایی ونیول سو
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی یو ۵۲ کلن امریکایی تبعه ( ګیری بروکس فالکنر ) د پولیسو لخوا د چترال په یوه ځنګلی سیمه کی په داسی حال کی ونیول سو چی یوه توفنګچه ، یوه توره ، د شپې لخوا لیدونکي وسایل او یو کتاب ورسره وو چی د انجیل آیتونه پر لیکلي دي . دغه امریکایی په هوټل کی اوسېدﺉ خو څنګه چی دغی لیری سیمی یې د تګ په ارتباط پولیسو ته خبر نه و ورکړی نو هغوی تعقیب او پسی ونیو . دغه امریکایی په اقرار کی ویلی چی زه اووه ځله پاکستان ته راغلی یم تر څو بن لادن ووژنم یا یې ژوندی ونیسم . پولیس وایی چی لومړی موږ پر وخندل خو وروسته چی مو کله د ده سره دا وسایل پیدا کړل نو یو څه یقینی سوو.
د دې پوښتنی په ځواب کی چی د انجیل آیتونه لرونکی کتاب ولی درسره دی ، هغه وویل چی خدای زما پر خوا دی او زه ډاډه یم چی بن لادن به نیسم یا به یې وژنم . ده وویل چی زه د بن لادن د وژلو یا نیولو لپاره مأمور سوی یم .
داسی ښکاری لکه دغه سړي چی هم د رامبو غوندی په یوازی سر فلمی او تخیلی رول ادا کاوه . په اسلام آباد کی امریکایی سفارت وویل چی پاکستاني دولت موږ ته په دې باره کی خبر راکړی دی او وروسته به اجرأت وکړو .