کور / z_buitenland_news -- 5 / مسلم ليګ ( ن ) ګوند له ټولو کانديدانو سوګند واخيست

مسلم ليګ ( ن ) ګوند له ټولو کانديدانو سوګند واخيست

د پاكستان مسلم ليګ ( ن ) ګوند په لاهور كښې د يوې سترې غونډې په ترڅ كښې د ګوند د قومي او صوبا ئى اسمبلۍ له ټولو كانديدانو څخه سوګند واخست دګوند كانديدانو لوړه وكړه كه په انتخاباتو كښې يې برۍ  تر لاسه كړنو په هېواد كښې د دوم نومبر څخه  د مخه  عدليې د بحالۍ لپاره به بشپړه مبارزه كوي د مسلم ليګ  له كانديدانو څخه  دپخواني قاضي سعيد الزمان صديقي  سوګند واخست كانديدانو دغه لوړه هم وكړه چي  د 1973 د اساسي  قانون د بحاله كولو اوپه سياست كښې د پوځ كردار وتل لپاره د ختم كولو لپاره به مبارزه كوي د مسلم ليګ ( ن ) پدغه غونډه كښې  لږ تر لږه درې زرو تنو ګډون درلود په ګډون كوونكو كښې  د پى سي او لاندې سوګند نه اخستونكو قوتنو قاضيانو دپوځ پخوانيو مشرانو وكيلانو اوسياسي كاركنان شامل وه  دغونډه ته په وينا كښې نواز شريف وويل چې د عدليې  د خپلواكۍ پرته ټولنه د يوه يتيم او ناپرسانه حثيت  لري د راپورتر مخه نواز شريف  د دريم نومبر اقدام دپاكستان  دسياست يو ويرونكې  او د افسوس څخه  ډكه ورځ  وبلله  چې  په كومه ورځ په هېواد كښې  بيړني  حالات  اعلان شو اوقاضيان له خپلو دندو ګوښه كړل شو نوازشريف  زياته كړه چې په اتلس  فروري  به ولس دغه پريكړه كوي چې  د ولس مشر لخوا په دريم نومبر پورته  كړل شوي اقدامات سم وه او كه دغلط  پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند دى هم ددغه حالاتو د مخنوى دلپاره خپله مبارزه ته دوام وركړي.