کور / تازه خبرونه / ايساف:په دامان ولسوالي کي وياله جوړوو

ايساف:په دامان ولسوالي کي وياله جوړوو

 


له کابله دايساف له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ايساف ځواکونه په پام کي لري چي د کندهار ولايت په دامان ولسوالي کي دمځکه والو د اسانتيا لپاره د يوې ويالې د جوړولو کار پيل کړي . خبرپاڼه زياتوي چي ددوی ځواکونه به د پرمختلليو سامان الاتو په ذريعه يوه ژوره وياله جوړه کړي ، خبرپاڼه زياتوي چي د دامان د ولسوالۍ اوسيدونکو په غوښتنه دا کار ترسره کوي . د دامان ولسوالي د کندهار ښار شمال ختيڅ  او د کندهار نړيوال هوايي ډګر ته نژدې پرته ولسوالي ده ، ددې سيمي په ډيرو مځکو کي د للمي غنم کرل کېږي او له دې امله په کندهار او شاوخوا سيمو کي داماني غنم ښه شهرت لري .