کور / تازه خبرونه / بلخ: په سرابي ولسوالي کي د ناروغانو درملنه وسوه

بلخ: په سرابي ولسوالي کي د ناروغانو درملنه وسوه

 


د مزارشريف د ولايتي بيا رغوني ډلي ( پي آر ټي ) ډاکټرانو او نرسانو د هغه ولايت د سرابي ولسوالۍ د  کوز کلي او بر کلي په سيمه کي د شاوخوا درې سوه ناروغو کسانو درملنه وکړه . لراوبرډاټ کام ته له کابله د ايساف له خوا په رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي له يادو سوو درې سوه کسانو څخه شپېته تنې ښځي وې . خبرپاڼه وړاندي ليکي چي د پي آر ټي روغتيايي ډلي د معدې ، زړه ، سينه بغل ، او ناپاکو دانو ( ګرمکو) د ناروغانو درملنه کړې ده .


د يادوني وړ ده چي په مزار شريف کي مېشت د ولايتي بيا رغوني ډله د  بلخ ، جوزجان ، سرپل او سمنګان ولايتونو لپاره د بيا رغنيزو چارو دنده پر غاړه لري .


ايساف د يوې بلي خبرپاڼي په ترڅ کي يادونه کوي ددوی ځواکونو د افغان ملي اردو  د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو سره يو ځای د کندهار ولايت ددامان ولسوالۍ په شاوخوا څو کليو کي د ولسي وګړو سره د هغوی د ناروغيو په برخه کي لومړنۍ مرستي کړي دي ، خبرپاڼه ليکي چي دوی د روغتيايي خدمتونو په دې پروګرام کي يوازي لومړنۍ ( ابتدايي ) روغتيايي مرستي کوي خو هغه ناروغان چي زياتي درملني ته اړتيا لري ددوی روغتيايي کارکوونکي د نوري درملني لپاره روغتيايي مشورې ورکوي .