کور / سپورټي / فټبال: د جون د ١٧ – مي د لوبو حال

فټبال: د جون د ١٧ – مي د لوبو حال

د فټبال د نړۍ والو مسابقو په اوومه ورځ د جون پر ١٧ نېټه د ارجنټاين او جنوبي کوريا، د يونان او نايجريا او د فرانسې او مکسيکو ترمنځ لوبي وسوې.
د ارجنټاين لوبډلي څلور پر يو جنوبي کوريا ته ماته ورکړه، يونان له نايجريا څخه دوه پر يو وګټله او فرانسې له مکسيکو څخه پر دوه صفر ماته وخوړه.
فرانسه چي د تيرو نړۍ والو سياليو دوهم نمبر لوبډله وه، تر اوسه يوه نمره لري، فرانسې خپله لومړۍ لوبه له يوراګواى سره مساوي کړې وه، خو پرونۍ يې وبايلل.
مکسيکو درې نمرې لري چي يوه يې له جنوبي کوريا سره د مساوي لوبي او دوې نمرې له پرونۍ ګټلي لوبي څخه پورته کړې.
همدا راز يونان دوې نمرې لري چي يوه لوبه يې بايللې خو له پرونۍ څخه يې دوې نمرې ترلاسه کړې.
نايجريا دوې لوبي کړي چي دواړي يې بايللي او کومه نمره نه لري.
ارجنټاين څلور نمرې لري چي خپله لومړۍ لوبه يې له نايجريا څخه ګټلې وه، خو جنوبي کوريا بيا لومړۍ لوبه له يونان څخه ګټلې وه او دوې نمرې لري.

ټاکل سوې ده چي نن د جون پر اتلسمه د افغانستان پر وخت د ماپښين پر څلور بجې جرمني له سربيا سره، ماښام شپږ بجې سلوانيا له امريکا سره او د شپې يوولس بجې انګلستان له الجزاير سره لوبي وکړي.