اوولس افغانی افسران په امریکا کی ورک دي

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 18th, 2010


د امریکا « فاکس نیوز » راپور ورکوی چی ۱۷ هغه افغانی پوځی افسران د امریکا د ټکزاس د هوایی اډې څخه ورک سوي دي چی دلته یې پیلوټی او انګلیسی زده کول . د دې هوایی اډې مسؤلین وایی چی دغو افسرانو ته هغسی مخصوص کارډونه ورکول سوي وو چی په هغو سره هره دروازه ورته خلاصېده .
دغه افسران په تیرو دروکالو کی ورک سوي دي خو د تیرو درو میاشتو راهیسی څو نه دی درک سوی . خبر زیاتوی چی د دغو افسرانو ویزې لغوه کیږی او دوسیې یې تر تعقیب لاندی دي .
مسؤلین وایی که دغه افسران په امریکا کی د پاتېدو په خاطر ورک سوي وی نو لوی خطر به نه وی ، خو که یې هدف سیاسی او تخریبی وی نو مسأله باید ډیره جدی ونیول سی .
د « ایف بی آی » ، « ان سی آی اس » او نورو داخلی استخباراتی شبکو د تجسس سره سره د دغو ۱۷ څخه حتی د یوه پته لا هم نه ده لګېدلې چی آیا هغوی په امریکا کی پټ دي او که کاناډا ته اوښتي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024