پر ډاکټر ذاکر نايک بنديز (چيرې ده د بيان ازادې؟)

34 | جون 19th, 2010


د اسلامي نړۍ پر ستر عالم ډاکټر صاحب ذاکر نايک و برتانيې ته د ننوتو بنديز لګېدلى دى، ټاکل شوې وه چې نوموړى به په نژدې راتلونکې کې برتانيې ته دوره کوي او هلته به په ويمبلي او شيفيلډ مېدانونو کې د اسلام په اړه ويناوې کوي.
خو د برتانيې د نوي ادارې د کورنيو چارو مرستيالې تيريسا مې، د هغه پر ورتګ بنديز لګولى دى، نوموړې په دې اړه ويلي چې ډاکټر نايک ته ځکه برتانيې ته د راتګ اجازه نه ورکوو، چې د هغه ځينې خبرې د ده نامنونکې رويه ښيي.
دې دا هم ويلي چې برتانيې ته راتګ يو امتياز دى، حق نه دى، او د ده راتګ د برتانيې د خلکو په ګټه نه دى.
ډاکټر ذاکر نايک نه يوازې په مسلمانه نړۍ بلکې په غير اسلامې کړيو کې هم شهرت لري، هغه په مسلکي لحاظ د طب ډاکټر دى، خو د اسلام او ټولو دينونو د پرتلې پوره پوهه لري.
ډاکټر صاحب په هند کې د اسلامي څېړنيز مرکز مشر دى او همدارنګه د پيس (سوله) په نوم ټلويزون لري، چې په سټلايټ کې په وړيا ډول خپريږي. د هغه مرکز او ټي وي د اسلام په اړه د خلکو د غلط فهمۍ د ليرې کولو او د اسلام د اصلي څېرې د ورپېژندلو لپاره کار کوي، ډاکټر صاحب په نړۍ کې په ميليونونو مينه وال او لارويان لري.
غربي ميډيا په ډېر شور سره د نوموړي ځينې خبرې رااخيستي، تر څو د برتانيې د حکومت د دې پرېکړې د حتمي او قانوني کولو لپاره يې وکاروي.
دوى وايي چې ډاکټر ذاکر نايک ويلي چې دا يو روښانه راز دى چې د نيويارک د يوولسم سپتمبر د پيښې تر شاه خپله د امريکا د ولسمشر جورج بوش لاس دى تر څو پر عراق او افغانستان د بريد کولو قانوني اجازه په لاس راوړي.
نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۶ کې ويلي وو چې (( مسلمانان وايي چې اسامه صحيح دى يا غلط دى، زه له دوى سره موافق نه يم، موږ نه پوهيږو، خو که تاسو زما نظر وپوښتئ زه وايم، که هغه د اسلام له دښمنانو سره جنګيږي، زه يې پر خوا يم، زه نه پوهيږم چې هغه څه کوي، زه اړيکې نه ورسره لرم، مخامخ يې نه پېژنم، زه يې په اړه يوازې په ورځپاڼو کې لولم. که چيرې هغه په ترهګرو کې وېره اچوي، که چيرې هغه په امريکا کې ترهګري کوي، کومه چې تر ټولو لويه ترهګره ده، هر مسلمان بايد ترهرګر واوسي.))
خو ډېرى غربي رسنيو يوازې د ډاکټر ذاکر نايک دا جمله را اخيستې چې هر مسلمان بايد ترهګر وي.
د برتانيې د مسلمانانو ټولنې وياند عنايت بنګلوال ويلي چې د مېرمن تيريسا دا پرېکړه غلطه ده ځکه ډاکټر نايک پخوا هم په برتانيې کې ويناوې کړي دي.
د بيان د ازادۍ ساتونکي په دې اند دي، چې د نړۍ داسې يو هېواد چې تر ټولو زيات د بشري حقونو او د بيان د ازادۍ نارې وهي پخپله پرې تېرى کوي، خپله ډاکټر ذاکر نايک په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په زړه پورې دا ده چې ټاکل شوې وه ډاکټر ذاکر نايک برتانيې ته د خپل دې سفر پر مهال د نورو تر څنګ ( د بيان ازادي يو اسلامي نظريه) تر سرليک لاندې هم وينا وکړي.
د نوموړي يوه وياند رسنيو ته ويلي چې دا ډېره د خواشينۍ خبره ده،د برتانيې حکومت د ځينو ډلو تر فشار لاندې راغلى او د هغه پر ورتګ يې بنديز لګولى دى.
ډاکټر ذاکر نايک چې هر وخت د خپل ټلوېزون پر پرده سپينه خولۍ پرسر، نيکټايي په غاړه او دريشې په تن راښکاره کيږي، پخپلو ويناوو کې د قران کريم، حديثو، او د نورو دينونو د کتابونو په کارونې سره د اسلام نظريه خلکو ته ښيي، او همدارنګه د پخو دلايلو، منطق او ساينس په موټ هغه غلط فهمۍ چې نن سبا د اسلام په اړه له خلکو سره شته لېرې کوي.
۴۴ کلن ډاکټر ذاکر نايک له څوارلسو کلنو راهيسې تر ۱۳۰۰ زياتې مباحثې، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کړې دي.
نوموړى د خپلو تنقيدي تحليلونو او سختو پوښتنو ته د مدللو ځوابونو ورکولو له امله ډېر مشهور دى.
د انډين ايکسپريس اخبار د ۲۰۰۹ د فبرورۍ د ۲۲ مې په ګڼه کې نوموړى د سلو پياوړو هنديانو په کتار کې راغى.
همدارنګه د هند په لسو سترو مذهبي مشرانو کې ډاکټر صاحب ذاکر نايک پر دريم نمبر راغلى دى.
د نوموړي په هڅو څو ځله د هند په بمبۍ کې نړيوالې اسلامي غونډې جوړې شوي دې چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د اسلام پوهانو په کې برخه اخيستې او زرګونو ګډونوالو ته يې ويناوې کړي دي.
په غونډو کې د ډاکټر نايک د ويناوو پر مهال چې په ژوندۍ بڼه خپريږي، په لسګونو غير مسلمانو د زرګونو خلکو او لېدونکو په وړاندې اسلام منلى، او ويلي يې دي دا يوازې او يوازې د ډاکټر ذاکر نايک د عالمانه ، پر منطق او دليل ولاړو ويناوو اغېز دى چې دوى د اسلام مبارک دين مني.
د برتانيې د حکومت له خوا دې هېواد ته د ډاکټر نايک بنديز به په نړۍ کې د هغه په ميليونونو مينه وال او لارويان ډېر زيات خپه کړي، او دا به په دې هېواد کې د مطبوعاتو او دبيان د ازادۍ په اړه له خلکو سره بلا پوښتنې راولاړې کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024