کور / راپور / ميدان وردګ:دمڼې ګل لسمه دوديزه مشاعره جوړه سوه

ميدان وردګ:دمڼې ګل لسمه دوديزه مشاعره جوړه سوه

 دميدان وردګ ولايت په مرکزميدانښار کې دمڼې ګل لسمه دوديزه کلنۍ مشاعره د هېواد د ډيرې سيموليکوالو،شاعرانو،روڼ اندو،دشعرمينوالو ،دملي شورا ،ولايتي شوراغړواو او ددې ولايت په سل ګونو قومي مشرانو په ګډون د ولايت والي محمد حليم فدايي په ګوربتوب جوړه شوه.


نوموړې مشاعره دغبرګولي په (۲۷) مه په مرکز ميدانښارکې دمقام په استوګنځي کې غزليزاوسندريزماښام دمحمد یاسین فدایي په غزل پیل شوه،دغزل په شپه یوزیات شمېرشاعرانوخپل خواږه او په زړه پورې شعرونه ګډونوالوته واورول، دغزل شپې دويمه برخه سندريزچوپړوو چې دهېواد پياوړي سندرغاړي ګټوازي دګډونوالوسندريزه تنده په ملي سندرو اورولو خوړوبه کړه، مشاعره د ځوانانو د ملي اټن په کولودشپې په (۱۲) بجوپاى ته ورسيده.


 


 ورځني مشاعره چې دریو برخو دویناوو،شعرویلو او ډالیوو ته ځانکړې شوې وه دسهار په (۹) بجو  دقرانکریم ایاتونو په تلاوت پیل شوه،ورپسې دافغانستان ملي سرود و غږول شوو،وروسته داطلاعاتو اوکلتور سرپرست ریس زلمي مایاربرخوالو ته ښه راغلاست وویلو، ورپسې ښاغلي والي په خپل وار سره راغلوميلمنوته د ولسونو په استازيتوب ښه راغلاست وويل او هيله يي وښوده چې  دمڼې ګل دا دوديزه مشاعره دسولې او سوکالۍ پيغام ورکوونکي وه اوسي، همدارنګه ښاغلي فدایي دټولنې په وده او پرمختګ کې دلیکوال او شاعر ونډې ته په اشارې وویل چې همدغه لیکوال اوشاعران دي چې دستونزو او مشکلاتو پروخت ټولنه په سم ډول رهبري کوي اوله راغلو شاعرانو اودشعرمینوالو یې هیله وکړه چې دخت نه په استفادې  ولسونه ته دسولې او ورور ولۍ پیغام ډالۍ کړې،دافغان خویندو یون مشرې حمیرا حقمل هم په ټولنه کې دمدني ټولنو او شاعرانو په ونډې ټینګار وکړو.


جرمني لیکوال زمري چې په هېواد کې دپښتو ژبې  په څيړنو بوخت  او تردې دمه یې دپښتو ژبې په ګډون (۴۰) بېلابلې ژبې زده کړې دپښتو ژبې او افغان په مفهوم په پښتو ژبه  رڼا واچوله چې د ګډونوالو لخوا په چکچکو او نارو بدرکه شوو،وروسته مشاعره دځوان اوغزل بول شاعرګل اغا احمدي وردګ په غزل پيل شوه دهېواد دبېلابېلوولايتونو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه دسولې،ورورۍ او دمڼې ګل په اړه ولوستل چې د ګډونوالو لخوا په تودو ولولو بدرکه شول.


 دمشاعرې دویمه برخه دستاینلیکونو او تحفو وېش وه چې دولایت والي  لخوا یوشمېر رسنیومسولینو او استازو او په هم یوشمېر دولتي ادارو مامورینو ته دښوفعالیتونو په اړه ستاینلیکونه ورکړل شول او هم دولایت مقام لخوا  د افغان لاجوردو  څخه   برابرې شوې تحفې  په کلتوري،مدني،فرهنګي ټولنو اویوشمېر پیاوړو لیکوالو وویشل شوې.


 مشاعره د هېواد پياوړي لیکوال اوسیاست پوه حبیب الله رفیع  لخوا  په ښکلو کلیمو وارزول شوه او دچارو مسولینو څخه یې دمننې ترڅنګ یوه هیله وکړه چې دولایت د دغه سترو پیداوارو مڼو لپاره نورې سړې خونې جوړې او هم  د دهېواد اونړۍ په کچه دنوموړو مڼو لپاره د ښه مارکیټ  پیداکولوکې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.


اخرکې مشاعره د تکړه ليکوال حسن حقيارلخوادهېواد دسولې او ترقۍ په دعاء پاى ته  ورسيده.


ديادونې وړ ده چې دنوموړې مشاعرې په وياړ دميدان وردګ ولايت فرهنګپال والي محمد حليم فدايي په نوښت او لګښت دتیرپه څیر (۲) دوه ټوکه کتابونه(دمڼې ګل نهمې مشاعرې دشعرونو ټولګه او دتصوف او ادب ) دچاپ په ګاڼه  سمبال شوې وو چې له دې سره دښاغلي فدایي په لګښت دچاپ شوو کتابونو شمېر(۲۱) ته ورسیدو او په راغلو ګډونوال باندې  ووېشل شول.