کور / شعر / غزل غزل وطن

غزل غزل وطن


لوړی زوړی سمه اوغر غزل غزل  شول


له پا ميره تر خيبر غزل غزل  شول


له هر کانی بوټی پورته دا اواز دی


اسمانونه لر او بر غزل غزل  شول


دلته ګل او بلبل نشته بورا نشته


ځکه سروی او نښتر غزل غزل  شول


دلته غرونه سوری شوی دی په زړونو


اندامونه او ټټر غزل غزل  شول


دلته مينه محبت وسول په اورکی


دريابونه سراسر غزل غزل  شول


دا غزل غزل  وطن په لوګو پټ دی


دلته هر څه برابر غزل غزل  شول


د حرم بی بيانی ووتلی کمپ ته


زيارتونه او ګودر غزل غزل  شول