راپور : ماینونه ۹۴٪ زیات سوي دي
فرانس پریس آژانس د ملګرو ملتونو په حواله خبر ورکوی چی په افغانستان کی د روان کال په څلورو میاشتو کی د تیر کال د لومړیو څلورو میاشتو په نسبت د طالبانو لخوا ښخ کړي ماینونه ۹۴٪ زیات سوي دي چی هغو د بهرنیو او کورنیو پوځیانو څخه علاوه ملکی انسانان هم له منځه وړي دي .
د بانکی مون دفتر وایی چی د ناټو د عملیاتو او پوځیانو د ډېرښت سره سره بیا هم د طالبانو دغه آسانه جوړېدونکي ماینونه هغه بلا ثابته سوې چی د ګڼ شمیر انسانانو ککرۍ خوری او داسی نښی نه تر سترګو کیږی چی هغه دې لږ سی .
ویل کیږی چی د روانی ماشتی په لومړیو ۱۹ ورځو کی دغو ماینونو ۴۵ بهرني پوځیان وژلي دي .