کور / سپورټي / فټبال: د جون د ١٩- مي د لوبو حال

فټبال: د جون د ١٩- مي د لوبو حال

فوټبال د ۲۰۱۰ م كال د نړيوال جام د سياليو لړۍ د نيدرلنډ له بريا سره مل وې.
د نړيوال جام دسياليو په ننۍ (۱۹مه) دجون لوبه كښي هالنډ له جاپان سره په مبهيډا لوبغالې كښي لوبيده چي چاپان له خپل سيال څخه ۱ د صفر په وړاندي ماته وخوړله
په لوبه كښي د هالنډ لوبډلي څخه سنيجډر په ۵۳ مه دقيقه كښي ګول وكړ اوبريا يي خپله كړه.
بل خوا بيا د اسټراليا ملي لوبډله د مازيګر پر ۶ بجي او ۳۰ دقيقي له ګانا سره د لوبي ډګر ته راووتله چي د ګانا لوبدلي سخت مقاومت وښود او لوبه يي يو د يو په وړاندي مساوې پاي ته ورسيدل.
په لوبه كښي لومړۍ ګول د اسټراليا لوبډلې څخه (هال من) د لوبي دلومړۍ نيمايي په ۱۱مه دقيقه كښي تر سره كړ
خو د ګانا لوبډلي څخه ګيان په ۲۵ مه دقيقه كښي يو ګول تر سره كړ او لوبه د پاي تر شيبي (۱) (يو) مساوي پاي ته ورسيده.
په بله لوبه كښي د افغانستان په وخت دشپي ۱۱ بجي كامرون د ډنمارك مخې ته ودريد په ياده لوبه كښي لومړۍ ګول د كامرون لوبډلې څخه د ايټاليا د انټرملان كلب تكړه لوبغاړې ايټو په ۱۰مه دقيقه كښي تر سره كړ.
خو د ډنمارك لوبډلې څخه بيا د راسنل بينډنر په ۳۳مه دقيقه كښئ د كامرون جال خوځاوه او د لوبي لومړۍ نيمايي مساوې پاي ته ورسيده، خو په دويمه نيمايي كښي روميډاهې په ۶۱مه دقيقه كښي ګول وكړ او لوبه د ډنمارك ملې لوبډلې په بريا پاي ته ورسيده.

نن به د افغانستان پر وخت د ماپښين څلور بجې سلواکيا او پراګواى، ماځيګر شپږ بجې اېټاليا او نيوزلينډاو د شپې ١١ بجې برازيل او ايوريکوسټ (عاج ساحل) لوبډلي لوبه وکړي.