د جرمنې د ښکلا افغانۍ ملکې دروغ ويلي

34 | جون 20th, 2010


جرمني ميشتې افغانې نجلۍ زرلښت سادات چې د جرمني د ۲۰۱۰ ښکلې نجلۍ ټاکل شوې، د خپل سن په اړه دروغ ويلي.



نوموړې په هغه مراسيمو کې چې په همدې وياړ جوړ شوي و، يو څه له ستونزو سره مخ شوه چې کله يې ومنل چې د خپل سن په اړه يې دروغ ويلي، زرلښت د سياليو لپاره خپل سن ۲۴ کاله ورکړى و په داسې حال کې چې نوموړې ۲۸ کلنه ده. د تورو سترګو او وېښتو لرونکې زرلښت وويل چې خپل سن يې هغه وخت را ټيټ کړى و چې کله يې له افغانستانه امريکا ته مهاجرت کاوه، تر څو هلته په اسانۍ ورسيږي. نوموړې د خپل سن په اړه وويل چې سن مهم نه دى، مهمه دا ده چې زه ښکلې يم،زرلښت زياته کړه د هغې دا کار يو سم دليل درلودى. د نوموړې کورنۍ له امريکا څخه جرمني ته راغلې، او هلته يې په فرانکفورټ کې اړولي.zarlasht sadaat زرلښت سادات


 زرلښت ته د جرمني د ښکلې نجلۍ د نوم او تاج سربېره شپږ زره يورو هم د انعام په ډول ورکول شوي دي. دا به تر دې وروسته د اروپا او همدرانګه د ټولې نړۍ د ښکلې پېغلې په سياليو کې ګډون کوي. تر دې وړاندې د کوهستانۍ په نوم يوې افغانې نجلۍ هم د برتانيې د ښکلې پېغلې نوم ګټلى و. په افغانستان کې مېشت د دوى په وينا جهادي قومندانان هغه وخت ډېر په غوسه شول چې کله ويدا صمدزۍ د افغانستان په استازيتوب د نړۍ د ښکلې پېغلې په سياليو کې برخه واخيسته.

Copyright Larawbar 2007-2024