ورځپاڼو ته کتنه

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 21st, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د ملي شورا د انتخاباتو په امنيت بحث كړې او په راروان اوړي كې د تاوتريخوالي د زياتيدو په اړه شويو اټكلونو ته په اشارې ليكلي، چې راروانې انتخاباتي سيالۍ به له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ وي.
ورځپاڼې ليكلي پداسې حال كې، چې د هيواد امنيتي وضع په بې څاري توګه د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا ګواښول كيږي، په ډاډمنه فضا كې د انتخاباتو ترسره كول ناشونې بريښي.
خو ورځپاڼې د امريكا ددفاع د وزير په حواله ليكلي، كه څه هم امنيتي وضع ښه نده، خو دده په وينا اوس مهال دوى سمه ستراتيژي غوره كړې او په افغانستان كې د چارو بهير پرمخ روان دې.
ارادې پخپله سرمقاله كې هيواد ته د افغان كډوالو د بيرته ستنيدو په روان بهير كې تندۍ بحث كړې او ددوى په وړاندې پرتې ستونزې يى څيړلي دي.
ورځپاڼې ليكلي، پداسې حال كې، چې په هيواد كې ددغو كډوالو د بيا ميشت كولو لپاره هيڅ تابيا نه په سترګو كيږي، نو ددوى د بيرته ستنيدو په بهير كې زياتوالې نه يوازې د دوى، بلكه د ځايي خلكو لپاره هم د ژوند شرايط سخت كړي دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د پاكستان د پوځي مشرانو په دوه مخې سياستونو بحث كړې او د باسټون ګلوب ورځپاڼې په حواله يى ليكلي، چې اوباما بايد ددې لوبې د پاى ته رسولو لپاره فشار راوړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې په افغانستان كې د ناټو او امريكا روان ماموريت تر هغو بريالې كيداى نشي، چې د پاكستان د استخباراتو اداره د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو پوځي او مالي ملاتړ نه لاس په سر نشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ولس او حكومت ترمنځ د همكارۍ په موضوع بحث كړې او هغه يى د نظام د ټينګښت لپاره خورا ضروري بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې د هيواد شتو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې اوس مهال افغانستان له دغو ستونزو څخه د وتلو لپاره د نړيوالې ټولنې په مرسته يو زرين چانس ترلاسه كړې او پكار ده، چې حكومت او ولس دواړه له دې نه په پوره مسؤليت سره ګټه پورته كړي.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د راى وركولو د كارتونو په وركړه كې د ځينو ستونزو يادونه كړې او په غټو سره يى ليكلي، چې په كابل كې د نوم ليكنې په مركزونو كې له پښتنو سره تبعيض كيږي او د رايى كارتونه نه وركولې كيږي.
خو ورځپاڼې په دوام كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله ليكلي، چې له هيچا سره تبعيض نه كيږي، يوازې شرايطو ته په پام سره د رايى كارتونه وركولې كيږي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې هيواد ته د راستنديونكو كډوالو په ستونزو بحث كړې او پدې ترڅ كې ددوى په وړاندې د دولت مسؤليتونه جوت كړي دي.
ورځپاڼې په دوام كې ځينو هغو ستونزو ته اشاره كړې، چې افغان كډوال يى اړ كړي، چې هيواد د راستنيدو په ځاى په ايران او پاكستان كې پاتې كيدل يى په ځان منلي.
ورځپاڼې كه څه هم هيواد ته د كډوالو د بيرته ستنيدو په وړاندې يو اساسي خنډ د امنيت نشتوالې بللې خو ليكلي، چې ځينې نورې ستونزې هم شته، چې هوارول يى د دولت په وس كې خبره ده.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د عامه خلكو په مرګ ژوبله كې د كمښت په اړه د ناټو د چارواكو په وروستيو څرګندونو بحث كړې، خو ليكلي، چې د عامه خلكو په مرګ ژوبله كې دا كمښت نشي كولې، چې د ناټو د ځواكونو لپاره د خلكو ملاتړ ترلاسه كړي.
ورځپاڼې كه څه هم دا يو نيك ګام بللې، خو ليكلي، چې د بهرنيو ځواكونو لپاره د ملاتړ د بيا ملاتړ د ترلاسه كولو لپاره پكار ده، چې د امنيت په ټينګښت هم تمركز وشي او خلكو ته د كار او فعاليت زمينه برابره شي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، كه چيرې بهرني ځواكونه په رښتيا هم د امنيت ټينګول غواړي، نو دوى ته پكار ده، چې د تاوتريخوالي ريښو ته ځان ورسوي او د ښارونو امنيت دې افغان پوليسو ته وسپاري.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په كابل ښار كې د نا پاكيو اسباب انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې له يوې خوا خلك د ښار په پاك ساتلو كې همكاري نه كوي او له بل لوري كابل ښاروالۍ هم ويده ده.

Copyright Larawbar 2007-2024