ورځپاڼو ته کتنه

65 | جون 22nd, 2010


ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې د هڅو د پرمخ بيولو لپاره د سولې د عالي شورا په جوړولو بحث كړې او پدې ترڅ كې دا سپارښتنه كړې، چې دې شورا ته بايد داسې كسان د غړو په توګه وټاكلې شي، چې وسلوالو مخالفينو ته د باور وړ وي.
ورځپاڼې په دوام كې د مشرانو جرګې د غړي مولوي ارسلا رحماني په حواله ليكلي، كه د سولې د عالي شورا مشري داسې چا ته وسپارلې شي، چې له مخالفينو سره جنګيدلې وي، نو د سولې هڅې به بريالۍ نشي.
ورځپاڼې دې بحث ته په خپله سرمقاله كې هم دې بحث ته دوام وركړې او د مولوي رحماني دې څرګندونو ته په اشارې، چې د طالبانو په ګډون ټولې ښكيلې غاړې د سولې غوښتونكي دي ليكلي، چې دا موقع بايد له لاسه و نه وځي.
ورځپاڼې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتلو په موضوع بحث كړې، چې پدې ورځو كې يو ځلې بيا ګرمه شوې، خو په يو مطلب كې د امريكا ددفاع د وزير په حواله يى ليكلي، چې ممكن په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې امريكا د خپلو ځواكونو شمير كم نكړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې دخپل لومړي مخ غټ سرليك د كابينې د تيرې ورځې غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې جاپان ته د ولسمشر كرزي په وروستي سفر بحث وشو.
ورځپاڼې ليكلي، چې د كابينې غړو د ښاغلي كرزي د سفر او له جاپاني مشرانو سره يى د ليده كاته پايلې ګټورې وبللې او هغه يى تائيد كړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو په وروستۍ پريكړې بحث كړې، چې له مخې يى په افغانستان كې د امنيتي ستونزو له كبله ددغه سازمان يو شمير بهرني كاركوونكي له هيواده ويستلې كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې پدې پريكړې حيرانتيا څرګنده كړې او پوښتلي، چې ايا د افغانستان امنيتي وضع دومره خرابه ده، چې ملګري ملتونه خپل نازولي كاركوونكي وباسي.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې په دغه حساس پړاو كې د ملګرو ملتونو دا پريكړه هم په ملي او هم په نړيواله كچه شكونه او انديښنې راټوكوي، ځكه پدې پړاو كې په افغانستان كې د سولې، امنيت او د نظام د پياوړې كولو لپاره د ملګرو ملتونو مرستې خورا ضروري دي.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د ويستلو په اړه د امريكايي چارواكو په څرګندونو كې تضاد ته كتنه كړې او ليكلي، چې دوى پدې برخه كې يوه خله ندي.
ورځپاڼې ليكلي، پداسې حال كې، چې سپينه ماڼۍ د ځواكونو د كمولو لا هم پخپل ځاى بولي او وايي، چې ټول له دې پلان سره موافق دي، خو د امريكايي ځواكونو عمومي قومندان بيا ددې پلان د ځنډولو غوښتنه كوي.
د ورځپاڼې په وينا د امريكا ددفاع وزير هم له افغانستان څخه د دوى د ځواكونو د يستلو لپاره ټاكل شوې نيټه كوم ضرب الاجل ندې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې يو ځلې بيا په كابل كې د راى وركوونكو د نوم ليكنې په مركزونو كې له خلكو سره په كيدونكي ناسم چلند بحث كړې.
ورځپاڼې د شويو شكايتونو پر بنسټ ددغو مركزونو چارواكي پدې تورن كړي، چې د راى وركولو د كارتونو د وركړې په مهال له پښتنو سره ناسم چلند كوي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغان كډوالو ناوړه حالت ژړلې دې او ليكلي، چې ددوى د ژوند د شرايطو د ښه كولو لپاره د عملي ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده.
ورځپاڼې په ايران او پاكستان كې د افغان كډوالو او د كورنيو بې ځايه شويو خلكو روان حالت د انديښنې وړ بللې او ليكلي، چې دولت بايد له دوى سره د مرستې لپاره خپلې ژمنې عملي كړي.
ورځپاڼې افغان دولت پدې هم مكلف بللې، چې په ايران او په نورو هيوادونو كې د افغان كډوالو له حقوقو دفاع وكړي او هغوى ته د بيرته ستنيدو امكانات برابركړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې د بهرنيو اسعارو په وړاندې او په تيره بيا د پاكستاني كلدارو په وړاندې د افغانۍ بيه انځور كړې، چې په بې څاري توګه لوړه شوې او پكې له چارواكو غوښتل شوي، چې دې حالت ته پام وكړي.

Copyright Larawbar 2007-2024