ورځپاڼو ته کتنه

34 | جون 23rd, 2010


راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روان جنګ په سر د امريكا او د هغه د متحدينو ترمنځ په رامنځ ته شويو اختلافاتو تبصره كړې او ليكلي، چې دا اختلافات په روان جنګ كې د بريا په وړاندې يو اساسي خنډ دې.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكا او بريتانيى ترمنځ اختلافاتو ته كتنه كړې او ليكلي، چې ددوى ترمنځ دا اختلافات په ځينو مواردو كې له وريايه ښكاري، چې په رسنيو كې هم ورباندې بحثونه شوي.
ورځپاڼې دا ويره څرګنده كړې، چې ممكن ددې اختلافاتو دوام په افغانستان كې د ناټو د ماتې سبب شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور لسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو د ويستلو په موضوع بحث كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې پراخ بحثونه روان دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو د ويستلو موضوع ته ځانګړې كړې.
ورځپاڼې ليكلي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوي، چې اوس مهال د افغانستان په سفر بوخت دې له ولسمشر كرزي سره په ليدنه كې ويلي، چې له القاعده شبكې څخه د جلا طالبانو نومونه له دې لسټ څخه ويستلې كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د امنيت شورا د پلاوي په سفر بحث كړې او پدې ترڅ كې له دغه پلاوي نه د افغان ولس غوښتنې منعكس كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ملګري ملتونه بايد په افغانستان كې د حكومت جوړولو او بيارغونې په روان بهير كې د نړيوالو مرستو په راجلبولو كې مهم رول ولوبوي.

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې واشنګټن ته په افغانستان كې د ناټو ځواكونو د عمومي قومندان د احضارولو په موضوع بحث كړې او ويره يى څرګنده كړې، چې ممكن دې بيرته راستون نشي.
ورځپاڼې واشنګټن ته د جنرال مك كريسټال د احضارولو اصلي لامل د نوموړي هغه مقاله ښودلې، چې ده پكې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د امريكايي مشرانو په چلند كلك انتقادونه كړي.
ورځپاڼې ليكلي، د جنرال كريسټال لرې كيدل به د ترورزم په خلاف روانې مبارزې ته يو ستر ګزار وي، ځكه د ورځپاڼې په وينا مك كريسټال دې مبارزې ته د خلكو د ملاتړ د جلبولو لپاره زياتې اغيزمنې هڅې كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پلاوي په سفر بحث كړې او ليكلي، چې دا پلاوې به د افغانستان روانه وضعه وڅيړي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو په ويستلو بحث كړې او هغه يى د سولې د خبرو لپاره خورا ضروري بللې دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دغه لسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو لرې كول د سولې د ملي مشورتي جرګې اساسي سپارښتنه ده، چې له دوى سره د سولې د خبرو لپاره بايد پلې شي.
ورځپاڼې پدې برخه كې د امنيت شورا اقدام هم ستايلې او ويلي، چې له دغه لسټ څخه د طالبانو د نومونو تدريجي ويستل به په هيواد كې د سولې او پخلاينې لپاره لار هواره كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې هم د سولې هڅې انځور كړي او پكې دا هيله ښودل شوې، چې په هيواد كې روانه جګړه پاى ته ورسيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024