د ناټو د ٧٦ پوځیانو په وژلو سره جون تر ټولو مرګونې میاشت

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 24th, 2010


واشنګټن پوسټ د ناټو په حواله لیکی چی طالبانو [ د الفتح عملیاتو په دوام ] د بیلا بیلو حملو په ترڅ کی د ناټو شپږ پوځیان ووژل چی درې یې امریکایان او یو یې برتانوﺉ دی ، خو د متباقی دوو هویت نه دی ښودل سوی . دا لومړنۍ ضربه ده چی د جنرال مک کریسټل تر شړلو وروسته د ناټو او امریکایی پوځ په برخه کیږی .
په دې سره د جون په روانو ۲۳ ورځو کی ( د اسوشیټیډ پریس له مخی ) ۷۶ بهرني پوځیان د طالبانو د حملو ښکار سوي چی ۴۶ یې امریکایان دي ، او دا په تیرو ۸ کالو کی د ناټو لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ثابته سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024