تازه خبر : جنرال مک کریسټل له دندی وشړل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 23rd, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی یوې باخبره منبع ورته ویلی چی بارک اوباما د جنرال ډیویډ پترس څخه وغوښته چی په افغانستان کی د جنرال مک کریسټل وظیفه واخلی ، مګر دا تر اوسه معلومه نه ده چی د جنرال کریسټل سرنوشت به څنګه سی . آیا هغه به استعفأ وکړی او که به بله وظیفه وروسپارل سی .
ویل کیږی چی جنرال کریسټل د خپلو بی مسؤلیته څرګندونو او بی ځایه نیوکو قرباني سو او په افغانستان کی به ډیر کسان له ګټی بی ګټی کړی .
خو سیاسی څیړونکي وایی چی په دغسی حساس حالت کی چی د طالبانو مکرری حملې جریان لری او په تیرو ۲۳ ورځو کی یې ۴۳ امریکایی پوځیان وژلی ، دا به امریکایانو ته ډیره سخته او بحرانی وضع وی او جنرال پترس به یې کنټرول نکړای سی .

Copyright Larawbar 2007-2024