کور / کتاب / په شاتو كې زهر

په شاتو كې زهر

په شاتو كې زهر دا د ځوان ليكوال باركوال مياخېل د لنډو كيسو دويمه ټولګه ده، چي تازه په كوټه كې په ۱۰۴ مخونو كې د ۵۰۰ ټوكو په شمېر له چاپه را وتلې ده. دا كتاب د لمر خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوى دى، چي د ليكوال ټولې يوولس كيسې پكې راغلې دي، چي سرليكونه يې په لاندې ډول دي: ۱. ړنده مينه ۲. دروند كار ۳. په شاتو كې زهر ۴. له بېلتونه تر روغتونه ۵. سوځېدلى باغ ۶. ناسور ۷. باور ۸. غچ ۹ ورك وګړي ۱۰. سوغات ۱۱. يو سل څورلسم نمبر پر دې كيسه ييزه ټولګه باندې تكړه كيسه ليكوال او ناول كښونكي نصيراحمد احمدي سريزه ليكلې ده. د باركوال مياخېل تر دې وړاندې هم اووه منظوم او منثور آثار چاپ دي، چي ځينې يې ژباړل شوي دي.