کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان لارښود – د ډاکټرعبدالواسع «قانع» ليکنه

دافغانستان لارښود – د ډاکټرعبدالواسع «قانع» ليکنه

دلوی څښتن په نامه
لیکوال:
د۱۳۸۶ لمریز کال دلیندۍ ۲۱


دافغانستان ستونزې
کورنۍ
دټولنې اړوند
 
دپوهې اومهارتونودسطحې ټیټوالی
دټولنیزاصلاحی نظام اوانتظام نشتوالی
 
ددولت اړوند


داهلیت نشتوالی
په ټول دولتی پرسونل کې
اداری  فساد
دکاری ظرفیت نشتوالی
ددولت په رهبری کې
دسیاسی جرات نشتوالی
دمدیریت کمزوری
 


درهبری دمقام دمدیریت دکمزورتیا بیلګې


ددولت ددرې ګونو قواوو ترمنځ وخت اوناوخته ټکرونه اودهمغږی نشتوالی.
دبهرنیوقووتونو خپل سری اودهغوی لپاره دکاری چوکاټ نشتوالی اوپدې توګه په ملک کې انارشی ته لاره هواریدل.
دبهرنیومرستو دترلاسه کولواومصرفولولپاره د میکانیزم اوچینلونوپه برخه کې دهمغږی نشتوالی.
دکارونو دارزونې نه ناخبرتیا اوپدې توګه دښه اوبد ،بریالی اوناکام نه معلومیدل.
سنا ته دداسې غړیومعرفی کول چې دسنا دهدف لپاره هیڅ مناسب ندی اوداسې نور.
دسیاسی جرات نشتوالی بیلګې


دمضرومصلحتونوپربنا دحکومتونوجوړول
دانتقالی عدالت نه پلی کول
په اداری فساد   اودمخدره موادوپه قاچاق کې دښکیلوچارواکو له دندې نه ګوښه کول
ددولت په وړاندې د ستونزوجوړوونکو کړیوسره غوڅ چلند نه کول.
دبشردحقوقوسرغړونکوته په مړوسترګوکتل.
ددولت له مخالفینوسره دمذاکراتو نه کول.
دخپل منفی توان (استعفی) څخه کارنه اخیستل
دسیستم زوړوالی او ددندوتداخل
دحساب ورکولو نشتوالی
بهرنۍ
مداخلې
دګاونډیوهیوادونو
دلیروپرتو هیوادونو
دمداخلولپاره پلمه


دسولې راوستل
دټولنیزعدالت رامنځ ته کول
دپرمختیایی کارونوترسره کول
دډیموکراسۍ (ولسواکۍ) رامنځ ته کول
ولې؟


ددوی دملی ګټوخوندی کول
ددوی دسیمه ایزوګټوخوندی کول – او ددوی دنړیوالوګټوخوندی کول  


دپالیسیو نشتوالی  


دګاونډیوهیوادونو لپاره
دلیرې پرتوهیوادونو لپاره
د نورومهمو هیوادونو لپاره  


څه کولای شو؟
لومړیتوبونه!


ددې له امله چې په کورنیوستونزو مو ښه اوپه آسانه زوررسی اوله بلې خوا پیل باید له ځانه وشی نولومړیتوب باید لاندې کورنیو ستونزوته ورکړل شی:


دټولنې اړوند ستونزې آوارول
ددولت اړوند ستونزې آوارول
ددولت د بهرنۍ پالیسۍ جوړول  


کاری پلان


دکورنیوستونزو لپاره


دعلم،پوهې اومهارتونوپیاوړی کول.
دټولنیزداسې نظام اوانتظام رامنځ ته کول چې ټولنه دخپل ځان نه خبره وی ، دامعلومات له دولت سره شریک کړی اودولت دټولنې له غوښتنوسره سم عمل وکړی.
کاراهل د کارته سپارل:جدی بدلونونوته اړتیا ده اوټول مسولین باید له سره دیوه شفاف اورقابتی سیستم له لارې وټاکل شی.همدارنګه ددولت رهبری باید داسې یوچاته وسپارل شی چې دغوره سیاسی جرات اومدیریت لرونکی وی.
دولتی سیستم پیچلی اومغلق جوړښت لری اوباید داسې سمون پکې راشی چې له یوې خوا خدمات په ښه اوآسانه ډول عرضه کړی اوله بلې خوا شفافیت پکې وی.همدارنګه باید د ریس جمهور،حکومت،قْضا،ولسی جرګې اوپارلمان دندې له سره تنظیم اویوله بله جداشی.پارلمان باید جمهورریس ته راپورورکړی.
دټولنې دباورلپاره باید دولت ټولې چارې (په ځانګړی ډول پریکړې) دخلکوپه حضورکې ترسره  کړی اوملت ته حساب هم ورکړی.ددې چارې لپاره له مطبوعاتوڅخه کارواخیستل شی.
داسلامی هیوادونو دکنفرانس رابلل
دبهرنیوستونزو لپاره


دګاونډیو ،لیرې پرتو اونورومهمو هیوادونو په وړاندې دپالیسیو جوړول.
دګاونډیولپاره:دګاونډیوهیوادونوسره په ټولوسیاسی اواقتصادی چاروکې باید مساوات اوعدالت په پام کې ونیول شی اودیوه تناسب له مخې ورسره اقتصادی معاملې عیارې شی.
دلیرې پرتوهیوادونولپاره:دافغانستان د ناپییلیتوب سیاست باید تثبیت شی، اوددې لپاره دې داسلامی هیوادونو کنفرانس په کابل کې راوبلل شی.
دنورومهموهیوادونولپاره:دنړۍ له هغوهیوادونوسره اقتصادی اړیکې باید ټینګې شی چې یوازې اویوازې اقتصادی هدفونه تعقیبوی اودافغانستان اقتصادی ګټوته هم درناوی کوی.
ددولت داقتصادی پالیسی دجوړولولپاره کره اودقیقو معلوماتو ته اړتیا ده چې باید دیوې سروې له لارې ترلاسه اوپرمټ یې دوارداتواوصادراتو دکمیت، اوچینلونوپه اړه دراتلونکی په پام کې نیولوسره پالیسی جوړه شی.
داسلامی کنفرانس لپاره اجنډا


ددولت دمخالفینوسره دمذاکراتو زمینه برابرول اود بریالیتوب ترپولې پورې دهغو څارنه.
ددولت اومخالفینوترمنځ دسولې دپریکړې دعملی کولولپاره دسیاسی اواقتصادی مرستواوهمکاریودترلاسه کولولپاره دمیکانیزم رامنځ ته کول.
داسلامی کنفرانس له غړیوڅخه دیوې کمیټې جوړول چې ترراتلونکولسوکلونوپورې دافغانستان سره کیدونکې  سیاسی او اقتصادی مرستې هماهنګې کړی.



ومن الله التوفیق مننه