ميلمه

د لراوبر اداره | فبروري 8th, 2008


 


ډير مي درته وويل چي خپل مي کړه


وا مي کړه د هيلو غنچه  ګل مي کړه


 


ما د لا لهانده ژونده وژغوره


يوځل نظر ماتۍ د کاکُل مي کړه


 


توان د ژوندانه مي را له راوله


مينه شه ،  مين لايو په سل مي کړه


 


توره بخته ګوره لا په هوښ يمه 


زه خو ورته وايم  ،ياره بل مي کړه


 


تاخو نږدې  نه کړو بابو زئ  غريب 


ياره اوس ميلمه د عزرائل مي کړه


 


٢٠٠٨   \  ٠٢   \   ٠٨

Copyright Larawbar 2007-2024