ښاپيرۍ ټپه
ياغي باغي غزل مې په پېرۍ ټپه مين شو
دديؤپه بندكې بند په ښاپېرۍ ټپه مين شو
له تله دزړګي مې لكه باز په الوتوشو
په غروكې ګرځيده په غرنۍ ټپه مين شو
داځكه مې غزل دلېونيانوسره خوښ وي
په څيرې ګريوانه په لېونۍ ټپه مين شو
له سترګودقلم نه يې دتورواوښكې توى شوې
په ژبه دبلبل په افغانۍ ټپه مين شو
اوازدياقربان يې په جنډالاسونه ښخ كړل
جنګي ستړى غازي په ملالۍ ټپه مين شو
زلمى ؤ په نشه دزلميتوب كې ځان ترې هېرؤ
دبام په سروالاړ په ګاونډۍ ټپه مين شو
دخيال په ماځيګريې څڼي غوړې كړې راووت
په لاره دګودر په جينكۍ ټپه مين شو
دنن ټپې بې خونده بې سروره غوندې ښكاري
داځكه مې غزل په پرونۍ ټپه مين شو
دتوروسترګوچم ته په خيرات پسې ؤ تللى
شباب مې دغزل په ملنګۍ ټپه مين شو
دچنارترسيورې لاندې ادبي ټولنه