کور / تازه خبرونه / کندهار:دولايتي بيارغونې مشر بدل شو

کندهار:دولايتي بيارغونې مشر بدل شو

نن د کندهار د پي ار ټي دفتر مسووليت د ډګرمن چيمپرلين باب له لوري ډګرمن ډاناووډ وارټ ته وسپارل شو.
دواک دسپارلو په غونډه کې د پي ار ټي د مسوولينو سره سره  د کندهار د والي مرستيال د ولايتي شورا رئيس د کندهار امنيه قوماندان او اوديرى نور حکومتي مامورين موجود وو. دواک دسپارلو پرمهال دکندهار دولايتي بيارغونې پخواني مشرډګرمن چيمپرلين باب وويل چې زما د خدمت موده په کندهار کې پای ته رسېدلې ده او په دې وياړم چې د کندهار د ولايتي شورا او ولايت مقام سره په ګډه همکارۍ مو وکولای شوای چې دلته خپل کار په سمه توګه ترسره کړم او اوس خپل همکار ډګرمن ډاناووډ وارټ ته دا مسووليت ورسپارم او په دې هيله چې دی هم په کندهار کې د دولتي استازو سره د ښې همکارۍ په ترڅ کې وکولای شي خپل مسووليت په سمه توګه ترسره کړه.
ډګرمن ډاناووډ وارټ خپل په خبرو کې يادونه وکړه  چې د کندهار د پي ار ټي پلان تغير نه دی موندلی او دی به هم پر هغه پخوانۍ ستراتيژي باندې خپل کارونه پر مخ بوځي او هيله يې وښوده چې د نوموړي سره د کندهار ولايتي شورا او ولايت مقام ښې اړيکي ولري.
همدارنګه د کندهار ولايتي شورا رئيس ښاغلي احمدولي خان کرزي او دکندهار ولايتي مرستيال هم د ډګرمن باب د کارونو ستاينه وکړه او هيله يې وښوده چې نوی مسوول د پي ار ټي هم د کندهار په بيارغونه کې مهم رول ولوبوي.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيداغا ثاقب خپله په وينا کې لومړی د پي ار ټي نوي مسوول ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل چې بايد په کندهار کې د هر ډول ستونزو د ګاللو لپاره چمتو وي او وکولای شي چې د ملي پوليسو سره د امنيت په سمولو کې پوره ونډه واخلي.
بايد وويل شي  چې اوسمهال په کندهار کې د ايساف ځواکونو مسووليت هم د کاناډايي جنرال په  غاړه دى او د بيارغونې ټيم هم د کاناډا هيواد له لوري پر مخ بېول کېږي چې تر دې مهاله يې د کندهار په ښار کې ځيني دبيا رغونې کارونه هم کړي دي خو دکندهار ګڼو اوسېدونکو دولايتي بيارغونې له نوي مشر څخه غوښتنه وکړه چې بيارغونې ته دي ژوره او ګړندۍ پاملرنه وکړي .