کور / تازه خبرونه / کندهار: پر بېوزلو اوړه وويشل شول

کندهار: پر بېوزلو اوړه وويشل شول

دلوى کندهار تجارانو نن په کندهار ښار کې پر بېوزلو کسانو شاوخوا شل زره کيلو ګرامه اوړه وويشل . داوړو دويشلو په پروسه کې ځيني لوړپوړي چارواکي ، تجاران او دښار يو شمېر تجاران او دتجارتي خوني ځيني استازي هم حاضر وو . داوړو په ويشلو باندي دکندهار ګن ښاريان خورا خوشاله ښکارېدل او ويل يې چې دورته کومکونو له لاري دغريبو خلکو په ژوند کې بدلون ليدل کېداى شي . دغه خوراکي توکي دلوى کندهار دتجارانو له لوري په راغونډو شويو پيسو رانيول شوي . دغه اوړه دکندهار په لوبغالي او په ميرويس نيکه ليسه کې وېشل شوي دي . وړاندي تر دې په کندهار کې دځايي حکومتي چارواکو له لوري ځينو غريبو خلکوته پخې ډوډۍ ورکول کېدې .