کور / تازه خبرونه / دبريښنا وزارت دمور اوميرې چلند کوي

دبريښنا وزارت دمور اوميرې چلند کوي

 


په کندهار ښار کې ګڼو اوسېدونکو له نړۍ والي ټولنې او افغان حکومت څخه وغوښتل چې دښار بريښنا ته دي ژوره پاملرنه وکړي . دکندهار بريښنا چې ډېره برخه يې دډيزلي ماشينونو څخه توليدېږي او س مهال بيخي نه تر سرګو کېږي او دساړه ژمي په سختو يخنيو کې ځايي اوسېدونکو ته ډېري ستونزي پېښي کړي دي . اوس مهال کندهار ښار کې موجود دبريښنا ماشينونه خراب شوي او دبيا جوړېدو لپاره ډوبۍ ته لېږل شوي دي . دلته دکندهار چارواکي تر دامهاله دبريښنا په اړوند بې خبره ښکاري خو خلک وايي چې  د برېښنا نه شتون له ډېری ستونزو سره مخ کړي يو، دوی وايي چې برېښنا په څلور ويشتو ساعتونو کې يو ساعت راځي خو هغه هم زموږ ښه نه په کېږي. دکندهر اوسېدونکي وايي چې دبريښنا وزارت دکندهار په اړوند دمور اوميرې چلند کوي .