دقاتل پوليس دوسيه محاکمې ته ولېږل شوه

34 | فبروري 8th, 2008


امنيتي چارواکي وايي چې دهغه پوليس دوسيه يې محاکمې ته لېږلې چې يوځوان يې وژلى وو. ددغه ځوان دوژلو په تور يو دپوليسو مشر او يو بل پوليس نيول شوي وو. نن په کندهار کې د نظامي څارنوالۍ له لوري د اتلس کلن ځوان د قتل په جرم دوسيه د څېړنو وروسته و محکمې ته ولېږل  شوه. دغه ځوان چې د روان لمريز کال د سلواغې پر لومړۍ نېټه د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کې ديوه پوليس له لوري وويشتل شواوس دپېښي په تور دکندهار پوليسو يوقوماندان او يو امنيتي پوليس محاکمې ته معريفي شوي دي دغه ځوان پر موټر سايکل سپور وو چې پوليس ډزي ورباندي وکړې او ځاى بر ځاى يې وواژه .  . 

Copyright Larawbar 2007-2024