کور / z_buitenland_news -- 5 / پيپلز ګوند د سکاټلنډ د پلټنو راپور رد کړ

پيپلز ګوند د سکاټلنډ د پلټنو راپور رد کړ

پاكستان پيپلز ګوند د سكاټ لينډ يارډ ډلې  پلټونكۍ رپورټ رد كړ دپيپلز ګوند د اطلاعاتو سكرترې شري رحمان د فرانسوي خبري اژانس سره په خبرو اترو كښې وويل چې  پيپلزګوند هيڅكله دسكاټ لينډيار ډرپورټ نه مني ولې چې  پردغه رپورټ باندې يقين كول ناشونۍ دى شيري رحمان وائي چې  دسكاټ لينډ درپورټ  خپريدلوپس اوس دغه خبره لازمه شوه چې  دبې نظير بوټو دقتل پلټنې دي ملګري ملتونه وكړي ولې  چې  په ويډيو كښې ښكاره شوى كس څوك  دي او ددغه  لاس وشاته كومه لاسونه دي.

 

د پاکستان ددولت له خوا په لومړنيو خپرو خبرپاڼو کي د ډاکټرانو له خولي يادونه سوې وه چي بېنظير بوټو په ډزو وژل شوې ده ، په يادو شويو خبرونو کي دا هم ويل کېدل چي يوه مرمۍ د بېنظير بوټو په مغزي ( د څټ په هډوکي ) کي پاته ول او ډاکټرانو يې له راويستلو نه ډډه کړې وه .  خو اوس د مخکنيو خبرو خلاف د پاکستان حکومت منلې چي بېنظير بوټو په ډزو نه بلکي د ځانمرګي بريد له وجي د موټر سره لګېدلې او وژل سوې ده .